نړۍ

رریان برناوي؛ دويمه مسلمانه ښځه چې فضا ته لاړه

هغې د نارینه خلابازانو له یوې ډلې سره د یکشنبې په ورځ په فلوریډا کې د کینیډي له فضايي مرکز څخه نړیوال فضايي سټیشن ته الوتنه وکړه.

د سرطاني ناروغۍ څیړونکې برناوې د سعود لومړنۍ ښځینه ستورمزلې ده چې نړیوال فضاي سټیشن ته ځي، او هلته به د سینې سرطان په اړه په څیړنې تمرکز وکړي.

فضا ته د دغې مسلمانې ښځې تګ په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره توده موضوع ګرځېدلې ده.

یو شمیر کاروونکو طالبانو ته په پېغورانه ډول لیکلي، “یوه مسلمانه ښځه پرته له شرعي محرمه له دوو نارینه وو سره فضا ته لاړه.”

یوه مسلمانه ښځه په داسې حال کې فضا ته لاړه چې طالبانو واک ته له رسیدو وروسته له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز لګولی دی.

د طالبانو په وینا له محرم پرته د ښځو تګ د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی.

غوښتل مو چې فضا ته د مسلمانې مېرمنې ریانه برناوي د سفر په اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو د طالبانو یو ویاند انعام الله سمنګاني د آمو د خبریال پیغام ځواب نه کړ.

تر اوسه د دوو ښځو په ګډون ۱۳ مسلمانانو فضا ته سفر کړی دی.

انوشه انصاري لومړنۍ مسلمانه ښځه وه چې په ۲۰۰۵ کال کې یې له یوه روسي راکټ فضا ته ولاړه.