سویلي آسیا

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشي کولو فرمان صادر کړ

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د خوشي کولو فرمان صادر کړ؛ هغه اقدام چې د ښاغلي خان او د پلویانو لپاره یې لویه بریا بلل کېږي.

د پاکستان سترې محکمې په خپل فرمان کې ویلي، چې ښاغلی خان د پاکستاني پوځیانو له خوا په «ناقانونه» توګه نیول شوی دی.

د عمران خان مدافع وکیلانو د محکمې د نن ورځې په ناسته کې د دې نیونې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او له دې محکمې څخه یې د ښاغلي خان د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د دې محکمې پرېکړه د ښاغلي خان لپاره یوه لویه سیاسي او قانوني بریا ده.

د هغه نیول کېدل د سه‌شنبې پر ورځ د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پراخو اعتراضونو لامل شول.

عمران خان پنجشنبه له غرمې وروسته اسلام‌اباد کې محکمې ته حاضر شو. هغه د ۱۵ موټرو په یوه کاروان سره نن پنجشنبه دغې محکمې ته راوستل شو.

ټاکل شوې وه د ښاغلي خان محاکمه د پاکستان په وخت ۴:۳۰ بجې ترسره شي، خو دغه غونډه مازدیګر ۵:۴۰ بجې جوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د سه‌شنبې پر ورځ ښاغلی خان په داسې حال کې ونیوه، چې هغه اسلام‌اباد کې محکمې ته حاضر شوی و. دغه اقدام د ښاغلي خان د پلویانو توند غبرګون راپارولی دی.