سوداګري

هلمند کې د چرګانو د فارمونو زیاتوالی

په هلمند کې دغوښنو چرګانو یو شمېر فارم لرونکي وایي، دې ولایت کې څه باندې زر د چرګانو فارمونه فعالیت لري چې کابو شپږ زره تنه پکې کار کوي.

دوی زیاتوي، پر هلمند سربېره د ورځې له شل تر دېرش زره کیلو چرګان شاوخوا ولایتونو ته لېږي.

د چرګانو یو فارم لروونکی دلاور  وايي: «زموږ سره د هلمند په فارمونو کې شپږ زره کسان کار کوي، په راتلونکي کې هیله لرو چې زیاتو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو، موږ پر هلمند سربېره کندهار، کابل، غزنی، هرات، فراه او زابل ولایتونو ته هره ورځ شل تر ۳۰ زره کیلو چرګان لېږو.»

د یوه فارم خاوند راز محمد وايي، په هلمند کې د چرګانو په فارمونو کې کابو شپږ زره ځوانان په کار بوخت دي او اوس پر نویو فارمونو هم کار روان دی. دوی له حکومته غواړي چې نورو هېوادونو ته د چرګانو غوښې په صادرولو کې همکاري وکړي.

هلمند کې د چرګانو د فارمونو ټولنې مسوول عبدالحکیم امان زوی وایي، په دې ولایت کې په کال کې ۲۲ زره ټنه غوښین چرګان تولیدېږي او د دې ترڅنګ تازه په دغه ولایت کې د چرګانو د دانې دوې کارخونې هم فعالې شوې دي.

هغه زیاتوي، ډېر ژر به په هلمند کې د چرګوړو د تولید یوه  کارخونه هم فعاله شي.

نوموړی زیاتوي: «په هلمند ولایت تر  زرو زیات فارمونه لرو او په کال کې ۲۲ زره ټنه غوښین چرګان تولیدوو، دوې د چرګانو د دانې کارخونې فعالې شوې شوې دي.»

اخوا، د هلمند د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر شاه محمد په دغه ولایت کې د غوښنو چرګانو د فارمونو پراختیا مني، خو وايي له دې ریاست سره یوازې ۱۷۳ فارمونه ثبت دي.

دا په داسې حال کې ده چې هلمند کې د چرګانو د فارمونونو ترڅنګ د غواګانو فارمونه هم په زیاتېدو دي.