نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

پر اوکراین د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو برید، تایوان ته د اف ۱۶ په سپارلو کې د امریکا ځنډ او یمن کې د ښکېلو لوریو ترمنځ خبرواترو ته د ملګرو ملتونو سازمان هیله‌مندي د نن ورځې د نړیوالو خبرونو په ټولګه کې ولولئ.

پر اوکراین د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو برید

د اوکراین د هوايي دفاع سیستم پنجشنبه سهار د روسیې له ۲۴ کامیکازه بې‌پیلوټه الوتکو څخه اتلس د اوکراین د پلازمیني کي‌یف پر فضا له منځه وړې دي.

د اوکراین هوایي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټول هغه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چې ټاکل شوې وه کي‌یف په نښه کړي، ویجاړې شوې. په اعلامیه کې ویل چې دا په تېرو څلورو ورځو کې درېیم برید دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا ۱۵ بې‌پیلوټه الوتکې په تور سمندرګي کې پر اودسا ساحلي ښار برید کړی و، چې د اوکراین هوايي ځواکونو یې دوولس له منځه یوړې او درې د دې ښار د پوهنتون پر انګړ برید ترسره کړ.

په سویل کې د اوکراین د پوځ قوماندانۍ اعلان کړی دغو بریدونو تلفات نه دي لرلي.

روسیې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په پرله‌پسې توګه پر اوکراین هوايي بریدونه کړي او بېلابېل هدفونه یې په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د چهارشنبې په ورځ هم کي‌يف اعلان وکړ پر خرسون ښار د روسيې په وايي برید کې ۲۱ تنه ووژل شول.

امریکا تایوان ته د اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو سپارل ځنډولي دي

د تایوان دفاع وزیر چیو کو چنګ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د اف ۱۶ ډوله الوتکو سپارل په ځینو لاملونو ځنډېدلي دي.

نوموړي د خبریالانو په ټول کې وویل چې دا وزارت هڅه کوي دا ستونزه ډېر ژر حل کړي.

هغه زیاته کړه چې د تایوان د جنګي بېړیو لپاره د وسایلو سپارل لومړیتوب لري.

امریکا په ۲۰۱۹ کال کې پر تایوان د اته میلیارد ډالرو په ارزښت اف ۱۶ ډوله الوتکو له پلورلو سره هوکړه وکړه. ددغو الوتکو په سپارلو سره د تایوان د جنګي الوتکو شمېر دوه سوه ته رسېږي.

دا الوتکې ددې ټاپه وړاندې د چین د زیاتېدونکو ګواښونو په وړاندې دفاع کولای شي.

له بلې خوا، تایوان له تېر کال راهیسې د ستینګر په شان هوايي ضد توغندیو په شان د امریکا د وسلو په سپارلو کې له ځنډه شکایت کړی، ځکه د روسیې په وړاندې د اوکراین د دفاع د ملاتړ لپاره تولیدونکوونکي، خپل تدارکات اوکراین ته لېږي او دا موضوع د امریکايي قانون جوړونکو د اندېښنې لامل شوې ده.

یمن کې د ښکېلو لوریو ترمنځ خبرو ته د ملګرو ملتونو سازمان هیله‌مندي

د یمن په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ، د دې هېواد په پلازمیني صنعا کې د حوثي جنګیالیو له مشران سره دوه ورځنۍ خبرې رغنده بللې دي.

نوموړي همداراز له ښکېلو لوریو غوښتی چې په دې هېواد کې د څو کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي.

ګروندبرګ د چهارشنبې په ورځ د مذاکرات له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې دا خبرې صادقانه، دقیقې او رغنده وې.

د ملګروملتونو استازي همداراز د صنعا په هوايي ډګر او حدیده بندر کې مرستو ته د لاسرسي د زیاتوالي، د تېلو صادراتو د پيلولو او مهمو لارو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.