ښځې

د هرات د سوداګرو مېرمنو په نندارتون کې د زده‌کوونکو او محصلو نجونو ګډون

هرات کې د ښځو د سوداګرۍ خونې د لاسي محصولاتو لپاره د بازارموندنې لپاره د ۸۰ مېرمنو په ګډون دوه ورځنۍ نندارتون جوړ کړ.

د دې نندارتون د ګډونوالو ترمنځ هغه څه چې ترټولو ډېر تر سترګو کېږي له ښوونځي او پوهنتونونو بې‌برخې شوې سوداګرې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې دي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو او په کور له کېناستو ستړې کېدو نجونې اړ ایستلې چې سوداګرۍ ته مخه کړي.

دغه نجونې وايي که څه هم د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې په کمې پانګونې سره خپل کار پیل کړی، خو په هېڅ ډول شاتګ به ونه‌مني.

راحیل د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه چې طالبانو اجازه ورنه‌کړه ترڅو خپلو زده‌‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه وايي چې د ښوونځیو له تړلو وروسته یې سوداګري پیل کړې ده: «وروسته له هغې چې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې سوداګریزو کارونو ته مې مخه کړه. زما محصولات له بوټو جوړ شوي. زه د هېواد له ټولو نجونو غواړم، اوس چې ښوونځي تړلي دي هڅه دې وکړي چې یو فعالیت ولري یا یوه سوداګري پیل کړي.»

طوبی د هرات د پوهنتون زده‌کړیاله وه او د طالبانو له فرمان وروسته نور ونه‌توانېده پوهنتون ته ولاړه شي.

هغه وايي: «له کله چې پوهنتونونه تړل شوي؛ سوداګري مې پیل کړې او شکر له دې پرېکړې خوښه یم. ټولو ښځو او نجونو ته چې په کور دي زما سپارښتنه دا ده چې زما په شان کار وکړي.»

په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرې خونې او د ښځو د پراختیایي پروژو مسوولین د سوداګرۍ په برخه کې د زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو د زیاتوالی په تایید وايي چې د ښځو د کار او زده‌کړو پروړاندې له محدودیتونو وروسته زیات شمېر نجونو مسلکي دندو ته مخه کړې ده.

لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسه ادیبا وزیري وايي: «له کله چې د ښځو سوداګریزو خونو فعالیت پیل کړ، سوداګرۍ په برخه کې د زده‌کوونکو شمېر زیاتوالی موندلی او په اصل کې د سوداګرۍ خونه د ښځو د فعالیت او کار لپاره په یوه چتر بدله شوې ده.»

هرات کې د ښځو د کار او مسلکي پروژې مسووله نسیمه هاشمي هم وايي چې په دې نندارتون کې ګڼ شمېر ښځې د ښوونځیو زده‌کوونکې او د پوهنتونونو زده‌کړیالانې دي.

دغه نندارتون ته راغلي کسان د سوداګرۍ په برخه کې د فعالو نجونو او ښځو له زیاتوالي په هرکلي وايي، له دې چې بندیزونه د ښځو د په کور کېدو لامل نه دي شوي خوښ دي.

نرګس چې دغه نندارتون ته راغلې وايي: «کله مې چې د محصلو او زده‌کوونکو نجونو لاسي محصولات ولیدل، ډېره انرژي مې واخیسته.»

تر ۵۰۰ ورځو زیاته موده کېږي چې له شپږم ټولګې پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته نه دي تللې. طالبانو تېر کال په لیندۍ میاشت کې نجونې پوهنتونونو ته هم له تلو منع کړې. اوس له زده‌کړو بې‌برخې کېدل د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د فعالیت د زیاتېدو لامل شوی دی.