نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

د یوه فلسطیني دیني عالم د مړینې پروړاندې غبرګونونه، له بایډن سره د هغه د فلیپيني سیال لیدنه او د تېلو د تولید کموالی د نړیوالو خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

د یوه فلسطیني دیني عالم د مړینې پروړاندې غبرګونونه

د اسراييلو په زندان کې د یوه نامتو دیني عالم له مړینې وروسته د فلسطین په دوو ښارونو کې پراخ اعتراضونه او کاربندیز وشو.

د اسراییلو په زندان کې د یوه بانفوذه فلسطیني دیني عالم خضر عدنان له مړینې وروسته د فلسطین د اسلامي جهاد ډله وايي چې اسراییل د هغه د مړینې مسوولیت لري او دا ډله به له همدې امله د اسراییلو پروړاندې مبارزه وکړي.

دغه ۴۵ کلن دیني عالم چې له دې مخکې هم څو ځله د اسراییلو له خوا نیول شوی و، دا ځل له ۸۷ ورځو لوږتړ وروسته د اسراییلو په زندان کې مړ شو.

د هغه د مړینې له اعلان وروسته په غزه او د هغه د زېږېدنې په ښار جنین کې ټولییز اعتصاب اعلان شو او زرګونو تنو هم د اسراییلو پرضد اعتراض وکړ.

په همدې حال کې پر اسراییلو د فلسطینیانو له خوا د څو توغندیو د توغولو خبر هم خپور شوی چې د راپورونو له مخې کوم تلفات یې نه دي لرلي.

د چین پروړاندې د مقابلې لپاره له فلیپين سره د امریکا امنیتي ژمنه

د امریکا ولسمشر له خپل فلیپيني سیال سره په لیدنه کې له مانیلا څخه د واشنګټن د پوځي ملاتړ په اړه ډاډ وکړی دی.

جو بایډن چې په سپينه ماڼۍ کې د د فردینانډ مارکوس کوربه دی او تمه کېږي چې دواړه لوري د نږدې پوځي همکاریو لپاره پر کړنلارو هوکړې ته ورسېږي.

ټاکل شوې امریکا له فلیپين سره ځمکنۍ، هوايي، سمندري او فضایي پوځي همکارۍ زیاتې کړي او درې سي – ۱۳۰ ډوله الوتکې او څو ګزمه کوونکې کښتۍ دغه هېواد ته ولېږي.

همداراز جو بایډن د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ دفاعي هوکړه‌لیک ته د امریکا پر ژمنتیا ټینګار کوي چې له مخې یې امریکا اړ ده د فلیپين پر پوځ د برید په صورت کې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې فلیپین کې د نوي ولسمشر له راتګ وروسته له چین سره د دغه هېواد اړیکې ترینګلې شوې دي.

دواړه هېوادونه د سویلي چین پر ځینو سمندري ټاپوګانو له یو بل سره اختلاف لري او امریکا د فلیپین له دریځ څخه ملاتړ کوي.

نړۍ کې د هوکړې له مخې د تېلو د تولید کمښت

د تېلو د صادروونکي سازمان یا اوپک غړو هېوادونو او ځینې نور هغه هېوادونو چې په دې سازمان کې غړیتوب هم نه لري، د دوشنبې پر ورځ د تېلو د تولید کموالی پيل کړی دی.

هر هېواد د تېلو تولید په ورځ کې له ۸ زرو تر ۵۰۰ زرو بشکو ته کم کړی ترڅو د خامو موادو د نړیوال بازار د ثبات لپاره هڅه وکړي. ټاکل شوې دا کموالی د ۲۰۲۳ کال تر پایه دوام وکړي.

عربستان، روسیه، عراق، متحده عربي امارات، کویټ، قزاقستان، الجزایر او عمان هغه هېوادونه دي چې د تېلو تولید به کم کړي.

تېل یو له ترټولو مهم سوداګریز مواد دي چې د تولید کچه یې پر نړیوال اقتصاد پراخه اغېزه لري.