روغتیا

هلمند کې د کورونا د درملنې سل بستریز روغتون ګټې اخیستو ته وسپارل شو

د هلمند ولایت روغتیایي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د اسيا پراختیايي بانک له خوا د یو میلیون ډالرو په لګښت د کورونا د درملنې سل بستریز روغتون جوړ شوی دی.

هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس وايي، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې دغه سل بستریز روغتون د آسیا د پراختیايي بانک له خوا د ټولو امکاناتو په لرلو د یوه کال په موده کې جوړ شوی دی.

هلمند کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس سید احمد سعید په دې اړه وايي: «دا روغتون مجهزه ای‌سي‌یو لري، د دې ترڅنګ به اکسیجن فلانټ ولري چې د ټول ولایت لپاره به کار کوي، عملیات خوني به پکې فعاله وي او یو میلیون لګښت پرې راغلی دی.»

له بلې خوا، د طالبانو د عامې روغتيا وزارت مرستیال د دې روغتون په پرانیست‌غونډه کې وايي، چې دا روغتون  په ولايتي کچه د معیاري خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري. 

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت اداري مرستیال محمد اسحاق زیاتوي: «د دغه روغتون د جوړولو چارې کابو یو کال مخکې پيل شوې وې، چې د اسلامي امارت (طالبانو رژیم) په راتګ سره یې نیمګړی کار بشپړ او نن ګټې اخیستو ته وسپارل شو.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت له خوا د بُست ولایتي روغتون ته پنځه امبولانسونه هم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم زیاتوالی موندلی دی.