سوداګري

افغانستان پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد لار

د ترکمنستان ګاز به د هرات تورغند‌ۍ بندر له لارې لومړی افغانستان ته او وروسته د کندهار د سپين بولدک له لاري پاکستان ته صادرېږي.

په همدې حال کې سوداګر وايي چې د امکاناتو د زیاتوالي په صورت کې به منځنۍ او سویلي اسیا ډېر ژر د افغانستان په مرسته له یو بل سره ونښلول شي.

په لومړي ځل د ترکمنستاني ګازو پنځوس ټانګرونه د کندهار د سپين بولدک له لارې پاکستان ته صادرېږي.

د هرات له تورغونډۍ بندره بيا د کندهار د سپين بولدک له لارې پاکستان ته د ګازو د لېږد ترانزيټي چارې د يوه افغان خصوصي ترانسپورتي شرکت له خوا ترسره کېږي، چې د هر ټانګر پر سر به طالبانو ته ۴۰ زره افغانۍ مالیه ورکوي.

د ګازو د لېږدونکي شرکت قرادادي عتيق الله سيدال وویل: «دا له هغو ګازونو نه دی چې افغانستان ته راشي او مصرف شي. دا ګاز ټرانزیټي دی چې په ځانګړې توګه پاکستان ته جوړېږي او پاکستان ته لېږدول کېږي. افغانستان ته یې ګټه دا ده چې زموږ ترانسپورت ته د کار زمینه برابرېږي او خلک په دندو کېږي.»

په همدې حال کې سوداګر افغانستان د منځنۍ او سویلي آسيا د نښلولو په برخه کې مهم بولي.

دوی له دولت او ګاونډيو هېوادونو غواړي، چې د ټرانزيټ له پلوه د سيمې د نښلولو لپاره اسانتیاوې زياتې او همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوول يونس مومند وویل: «نه غواړو د هېڅ هېواد لپاره چې د افغانستان له لارې ټرانزیټ کوي کومه ستونزه رامنځته شي. پروړاندې یې له خپلو ګاونډیو هم غواړو چې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره هڅه وکړي او د افغانستان د ټرانزیټ لپاره اسانتیاوې او ښه لاره برابره کړي.»

اخوا د هېواد په سوېل کې د طالبانو د ماليې وزارت استازي سوداګرو ته د آسانتیاوو د چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ له تېر يوه کال راهيسې د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونو ته په ټرانزیټي برخه کې د دوه برابره پرمختګ خبر ورکوي.

کندهار کې د طالبانو د ګمرکونو رییس مولوي عبدالحمید وویل: «د مالیې وزارت په ځانګړې توګه د ګمرکونو ریاست په دې برخه کې ځینې مکلفیتونه لري. د ګمرکونو ریاست او د (طالبانو) د مالیې وزارت مشرتابه په ناستو کې په ښکاره ډول ټینګار کړی چې موږ خلکو او سوداګرو ته د خدمت لپاره اسانتیاوې برابروو.»

د کندهار د سپين بولدک له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد بهير له پیلېدو سره همهماله د کندهار کمرګ چارواکي د سوداګريزو توکو په وړاندې په نږدې راتلونکي کې د سپين بولدک دروازې د پرانيستو ډاډ ورکوي.