نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

د شانګهای له غړو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره د چين چمتووالي، اوکراين کې د کړکېچ دوام او په سوډان کې د اوربند رول د نن ورځې د بهرنیو خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

د شانګهای له غړو سره د همکارۍ لپاره د چین چمتووالی

چين ویلي د شانګهای له غړو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی، چې يو باثباته او متوازن امنيتي جوړښت رامنځته کړي او د شانګهای د همکارۍ سازمان له نورو غړو سره په اغېزناکه توګه کار وکړي.

د چین د دفاع وزیر لی شانگفوډ د هند په پلازمېنه کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې بیجینګ چمتو دی ترڅو د نړۍ د امنیت او په سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې ونډه واخلي او د شانګهای د همکارۍ سازمان له نورو غړو هېوادونو سره په متقابلو برخو کې همکاري وکړي.

د اعتماد جوړونې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د همکاریو د پراختیا په اړه د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډه د هند، چین، روسیې، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د دفاع وزیرانو په ګډون، چې د ايران او بېلاروس د دفاع وزیرانو د څارونکو په توګه حضور پکې درلود نوي ډیلي کې ترسره شوه.

اوکراین کې د کړکېچ دوام

د کریمیا په ټاپو وزمه کې سیواستوپول ښار کې ځایي چارواکي وايي، چې د اوکراین پوځ د بې پیلوټه الوتکو په واسطه پر ښار برید وکړ، چې له امله یې د تېلو یوه ټانکر اور واخیست خو چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، ستراتیژیک ښار سیواستوپول څو ځله د اوکرایني ځواکونو د هوايي بریدونو هدف وګرځېد، خو اوکراین په معمول ډول د روسیې پر خاوره یا د اوکراین پر خاوره د روسیې د بریدونو په اړه څرګندونې نه کوي.

په دونتسک سیمه کې روسي چارواکو اوکراین تورن کړی چې پر یوه بس موټر يې د توغنديز برید په پایله کې اووه کسان وژلي دي.

سوډان کې د تاوتريخوالی دوام

په سوډان کې د اوربند له غځولو سره سره په دغه افریقايي هېواد کې د دوو مخالفو ډلو ترمنځ جګړه دوام لري.

د چټک غبرګون د ملېشو قوماندان حمدان چې د سوډان له پوځ سره په جګړه بوخت دي او د ده پر ملېشو پرله‌پسې هوايي بریدونه کېږي او خبرداری یې ورکړ تر هغه به خبرې ونه‌کړي چې جګړه په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلې.

د هغه سيال د سوډان د پوځ مشر جنرال برهان په جنوبي سوډان کې د مخامخ خبرو په اړه هوکړه کړې ده، خو خبريالان وايي چې جګړه دوام لري او په نږدې راتلونکي کې د اغېزمنو خبرو شونتیا کمه ده.

سوډان کې د سياسي ګډوډیو په لړ کې تر دې مهاله ۵۰۰ کسان وژل شوي او تر څلور زره زیات ټپیان شوي دي.

زرګونو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د نړۍ هېوادونه لا هم له دې هېواد څخه د خپلو اتباعو په ایستلو بوخت دي.