Uncategorized @ps سوداګري

څو لنډ اقتصادي خبرونه

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور، د افغانستان د وارداتي برېښنا ستونزه او له افغانستان سره د جاپان د اتلس میلیون ډالري مرسته د دې اقتصادي ټولګې خبرونه دي.

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور

د نړیوال بانک نوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ میلادي په لومړیو درېیو میاشتو کې، په افغانستان کې ګراني کمه شوې او د هېواد د پیسو ارزښت د نورو اسعارو په وړاندې خپل ثبات ساتلی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال دې ته ورته وخت په پرتله اوه سلنه زیات شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د نړیوال بانک له دې راپور څخه هرکلی کړی دی.

د وارداتي برېښنا بېرته نښلول

د پلخمري – کابل پر لاره ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي چې هغې د دوهم سرکټ د وصلولو لپاره هڅې روانې دي او تمه کېږي چې ۲۲۰ میګاواټ وارداتي برېښنا کابل او نورو ولایتونو ته ووېشل شي او وارداتي برېښنا به عادي حالت ته ورګرځي.

تېره شپه د پلخمري پر لاره ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوه چې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وارداتي برېښنا بنده شوه.

افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه برېښنا پېري او دا هېوادونه د کابل او نورو ولایتونو د برېښنا ډېره برخه اړتیا پوره کوي.

له افغانستان سره د جاپان اتلس میلیون ډالري مرسته

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا مرستې به د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې ولګوي.

تمه کېږي چې د جاپان اتلس میلیون ډالري مرستې میندو او ماشومانو ته د اړینو واکسینو د برابرولو په برخه کې ولګول شي.

د جاپان سفارت په اعلامیه کې راغلي چې د مالي کال له پیل راهیسې، توکیو له افغان زیانمنونکو نجونو او مېرمنو سره د یو میلیون او دوه سوه زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته کړې ده.