ساینس او ټکنالوژي

سویس کې ساتونکو رباتونو کار پیل کړ

د سویس په زوریخ کې د اسنتو ربات جوړولو شرکت داسې رباتونه جوړ کړی چې د ساتنې وړتیا لري. اوس دغه رباتونه د دې هېواد په یوه امنیتي شرکت کې د ساتونکو په توګه کار کوي.

دغه شرکت ویلي، تر شپږو میاشتو زیاته موده کېږي چې رباتونه ګزمه کوي او کولای شي امنیت په ښه ډول ټینګ کړي.

اسنتو رباتونه دوې پښې (پښې او څرخ) لري او سر یې په کمپیوټر، بټرۍ، حسګر او مصنوعي هوش باندې سمبال شوی دی.

دا رباتونه په خپلو څرخونو سره کولای شي پر هر ډول سړک او ان واورو کې حرکت وکړي.

د اسنتو بنسټ اېښوودونکی او عمومي مدیر السانډرو مورا په دې اړه وویل: «دغه ربات کولای شي په همواره ځمکه حرکت وکړي، کولای شي له خنډونو تېر شي، ان کولای شي یوه یا دوې زینې پورته شي او دا د دې له امله ده چې په جوړولو کې یې موږ له څرخونو او پښو څخه ګټه اخیستې ده.»

ښاغلي مورا خپله د اسنتو له جوړولو مخکې د ساتونکي په توګه کار کړی دی او په دې برخه کې ډېره تجربه لري.

هغه ټینګار وکړ: «موږ وغوښتل مرسته وکړو او رباتونه کولای شي د ساتونکو ژوند ډېر اسانه کړي.»

دغه ربات همدارنګه کولای شي په حرارتي کمرې سره خلک او موټر وپېژني او ۳۶۰ درجې انځورونه ولري.