نړۍ

په پیرو کې د زر کلن لرغوني مومیايي شوي مړي موندل

د پيرو لرغون پېژندونکو یو مومیایي شوی مړی موندلی چې ګمان کېږي څه د پاسه زر کاله لرغونتوب لري.

د لرغون پېژندونکو په وینا، د دغه مومیايي شوي کس د پوستکي او وېښتانو ځینې برخې لا هم سالمې دي.

دا مومیايي پیرو پلازمیني ته نږدې «کاجامارکیلا» لرغون پېژندونکې ټولګه کې موندل شوی دی.

ویل کېږي چې دا مومیایي شوی مړی د یوه تنکي ځوان دی.

د «کاجامارکیلا» د لرغون پېژندنې مسوول یومیرا هومان په دې اړه وویل: «دا مړی د یو ډول خاورو ته سپارل کېدو بڼه ښيي؛ نور مړي په ساده مقبرو یا خښولو په خونو کې موندل شوي، خو د دې مقبرې موندل کېدل ښيي چې د خښولو ځای د نورو توکو د ساتلو یو زېرمتون و، خو له دې سیمې د تلو پرمهال دوی مړی دلته پرېښی دی.»

لرغون پېژندونکي همداراز په «کاجامارکیلا» سیمه کې خپلو کیندنو ته دوام ورکوي. په جنورۍ میاشت کې اته ماشومان او دوولس لویان چې ګمان کېږي د قربانۍ په مراسمو کې وژل شوي، موندل شوي دي.

له بلې خوا، لرغون پېژندونکي مړي ته نږدې له موندل شویو سرامیکي توکو دا اټکل هم کوي چې دا مومیايي شوی له ۱۱۰۰ تر ۱۲۰۰ کاله لرغونتوب لري او ښایي د لیما یا ایچما د تمدنونو اړوند وي.