د خوست د مرکز اړوند مهديخیلو سیمه کې له ۴۳ کلونو وروسته د فوټبال شپینۍ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ چې د ځوانانو او لوبغاړو په شخصي لګښت ترسره شوې ۲۰ لوبډلو پکې ګډون درلود، چې پایلوبې ته یې د مهديخیلو اتحاد کلب او د مهديخېلو منتخبې لوبډلې لاره پیدا کړه.
دغه سیالۍ د روژې په میاشت کې پیل شوې، خو د ورښتونو له امله یې د اختر تر درېیمې دوام وکړ چې په پایلوبه کې د اتحاد کلب، منتخب کلب ته د ۱-۲ په مقابل کې ماتې ورکړه.
د دې سیالیو مسوولین وايي، له دغه ډول سیالیو یې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته د سالم مصروفیت پیدا کول دي.
علي خان سمون چې د یادو لوبو یو تنظیموونکی دی، وايي د دغو لوبو په لړ کې خلکو ته د کوچنيو سوداګریو زمینه برابره شوي او همداراز غوره لوبغاړي پکې ټاکل او ځلیږي.
د دغو سیالیو لوبغاړي وايي، چې دا ډول لوبې ځوانان ورزش ته هڅوي او له ناوړه کړنو یې ژغوري.
زبیح الله یوسفزی چې د فوټبال یو لوبغاړی دی وايي: «دا په دې سیمه کې لومړی ځل دی، چې د سیمې ځوانان په شخصي لګښت داسې نوښت کوي او د شپې له خوا د فوټبال سیالۍ کیږي، دا په تجربوي لحاظ د فوټبال لوبغاړو لپاره ډیرې ګټورې وې، ځکه ملي او نړیوال فوټبال ټول د شپې له خوا ترسره کیږي، له بل لوري د داسې لوبو په بهیر کې غوره لوبغاړي ځلیږي، چې بیا د هېواد په ښو میدانونو کې لوبیږي.»
وايي،چې دوی ددغه لوبو د ترسره کولو ترڅنګ خلکو ته یو دا پیغام ورکوي.
یو بل لوبغاړی عبدالرحیم هڅاند بیا نشهيي توکو ته په اشارې سره وايي، چې یادې لوبې دا پیغام هم له ځان سره لري چې خلک باید خپل ژوند په مثبتو کړنو تېر کړي او له هغو کړنو لاس واخلي چې د انسانان د تباهۍ لامل ګرځي.
د دې لوبې نندارچیان هم د دغو لوبو په اړه خوښ دي او وايي چې ځوانانو ته پکې سالم مصروفیت پیدا شوی.
د سیمې اوسېدونکي سید اثور جوهر او اسمعیل ذهیر وايي په دې ولایت کې له ۴۳ کلونو وروسته د فوټبال سیالۍ ترسره شوې، چې دا دوی لپاره ډیرې جالبې او په زړه پورې وې.
دوی وايي په دې ځای کې د ښه وخت تېرولو لپاره یوه غوره زمینه برابره شوې او ځوانان یې بوخت ساتلي دي.
دغو لوبو ته له نورو ولایتونو څخه هم د نندارې لپاره خلک ورغلي وو.
دوی د خلکو او لوبغاړو لېوالتیا ستايي او وايي د لوبو پرمختګ د خلکو پرمختګ دی.
قیامالدین قرباني چې په ټولنیزو رسنیو کې د یادو لوبو په اړه معلوماتو دې ته هڅولی ترڅو دغه لوبې له نږدې وګوري وايي: «زه د پکتیا ولایت له مرکز ګردېز څخه د دغې لوبې لیدو ته راغلی یم، ډیر کلونه وروسته مې د فوټبال له لوبې خوند واخیست. دلته مې د لوبو او سپورت سره د خلکو مینه ولیده په رښتیا هم د خلکو او لوبغاړو لېوالتیا او احساس د ستایلو دی، دا کار د تفریح او پرمختګ سبب شوی دی.»
په خوست کې د فوټبال فدراسیون مسوولین هم له ورزش سره د خلکو د مینې خبره کوي خو وايي، د فوټبال مرکزي ادارې د خوست لوبغاړو ته بې پامي کوي.
د خوست د فوټبال فدراسیون سرپرست ریبار هڅاند وايي: «که څه هم د فوټبال لوبې د ترسره کېدو لپاره هغه معیار چې باید د شپې لخوا د لوبو ترسره کېدو ته په پام کې ونیول شي په هغه کچه امکانات نه لرو، خو بیا هم د مینهوالو او لوبغاړو تنده پرې ماته ده.»
نوموړی زیاتوي: «که څه هم د فوټبال په برخه کې مرکزي ادارې بیخي له پامه غورځولي یو. هیله مو دا ده، چې مرکزي اداره د خوست لوبغاړو او ولایتي ادارې ته یو څه امکانات برابر کړي ترڅو لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شي.»
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې شپنیو لوبو په خوست کې د خلکو پام ځان ته ور اړولی او ګڼ شمېر خلک یې لیدلو ته ورځي.