د افغانستان د ملي فوټبال پخوانی مشر روزنکی، انوش دستګیر د هالنډ د فوټبال د ۱۸ کلنو ملي لوبډلې د نوي روزنکي په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلي دستګیر د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول له دې لوبډلې سره خپل قرارداد لاسلیک کړ.
هغه تېر فصل کې د هالنډ د لوړې کچې لیګ «المیرا سټي» د لوبډلې مرستیال روزونکی او موقتي سرپرست پاتې شوی و.
انوش دستګیر ویلي چې د راتلونکي کال په ترڅ کې به د هالنډ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سرمربی وي او په هماغه کال کې به د ۱۹ کلنو د اروپا جام د مقدماتي پړاوونو په سیالیو کې ګډون وکړي.
