سوداګري

د پسرلنیو بارانونو په اورېدو د تخار د کروندګرو خوښي

په تخار کې کروندګر د پسرلنیو بارانونو له اورېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي هیله من دي دا ورښتونه د دوی د کرنیزو او بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شي.

د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار اوسېدونکی محمود چې له یوې لسیزې راهیسې په کرنیزو چارو بوخت دی، وایي د تېر کال په پرتله ورښتونه زیات شوي او هیله من دی چې سږ کال یې کرنیز حاصلات زیات شي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ خوښ یو چې خدای تعالی باران راباندې وکړ او هیله من یو چې کرنیز محصولات مو زیات شي.»

په تخار کې کروندګر وايي، ددې ولایت د اوسېدونکو د عوایدو سرچینه تر ډېره کرنه ده او له دې امله د دې ولایت کروندګر د پسرلي بارانونه د کرنیزو ځمکو په ګټه بولي.

احمد وايي: «له نېکه مرغه سږ کال بارانونه په ښه وخت کې وشول او دا زموږ د کرنیزو ځمکو په ګټه دي.»

ددغو کروندګرو په وینا تېر کال للمي ځمکې له موسمي بارانونو بې برخې وې او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او په دې ولایت کې د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل شو.