سوداګري

په هلمند کې د اینجې کرکېلې ته د کرندګرو مخه کول

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي اوسېدونکي نورالله پر خپله یو جریب ځمکه د کابو دوه سوه زره افغانیو په لګښت اینجې نیالګي کېنولي. نوموړی هیله من دی چې د محصول د راټولولو پرمهال د شوي لګښت څو برابره عاید ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي: «د اینجې بوټی په لومړي کال د کچالو شان پورته او نېش وهل کېږي لومړی کال یې شیره کلکه وي او په دوهم او درېیم ځل یې شیره نرمېږي.»

څلور کاله مخکي په همدې کلي کې یوه بل کس هم له تاجکستان څخه د اینجي نیالګي راوړي وو چې اوس یې تازه د حاصل ټولول پیل کړي دي.

هغه وايي: «د کار او د اینجې شیرې د راټولولو لپاره مې له میدان وردګو څخه کارګران راوستي چې هر یو تن له شپږ تر اته زره بوټو څخه اینجه راټولوي.»

د اینجي شیره ټولوونکي یوه کیلو اینجه په ۲۵ ډالرو راټولوي، چې ښایې دا یوه کمسارې کرنیزه بوختیا وي.

د اینجې شیرې یو راټولوونکی جمعه خان وايي: «د اینجې شیرې راټولول اوه نیمې میاشتې وخت اخلي یو شمېر کسان په دې موده کې تر زر کیلو شیره راټولوي.»

د کرنې برخې کارپوهان وايي، د هلمند موسم د اینجې لپاره برابر دی او یو جریب د اینجې کرونده له اته سوه زرو تر درې میلیونه افغانیو عاید لري.

د دوی په وینا، اینجه د حاصل تر رسېدو څلور کاله وخت ته اړتیا لري او بیا آن تر ۳۰ کلونو حاصل ترې ترلاسه کېدای شي.

اخوا، په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین هم اینجه د کوکنارو ښه بدل کښت بولي او وایي دغه بوټي کرکېله د هېواد په یو شمېر شمالي او سویلي ولایتونو کې دود شوې ده.

دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د اینجې کرکېله یوازې د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دود وه، خو اوس په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو د کوکنارو پرځای د اینجې کرلو ته مخه کړې ده.