سوداګري

درې اقتصادي خبرونه

د سوداګریزو ستونزو نه هوارول، د مرستندویه بنسټونو د فعالیت د محدودېدو په اړه د سیګار راپور او په یوه کال کې د ۲۷۰۰ سوداګریزو جوازونو صادرول د اقتصادي خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

د سوداګرۍ ستونزو له نه هوارول د طالبانو اندېښنه

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، ترڅو چې له نړۍ سره سیاسي او اساسي ستونزې هوارې نه شي د سوداګرۍ پروړاندې شته خنډونه به لیرې نه شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي، هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته یو شمېر هېوادونه افغان سوداګرو ته په اسانۍ وېزه نه ورکوي.

نوموړي بانکي ستونزو ته په اشارې سره ویلي، له افغانستانه د پيسو لېږد او برعکس یې له نورو هېوادونو هم په سختۍ سره کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دغه غړي په وینا د دې خونې له ستونزو سره سره په ځینو برخو کې یې پرمختګونه هم لرلي دي.

یو شمېر سوداګر هم د بانکي ستونزو په تاییدولو وایي، د طالبانو تر کنټرول لاندې بانکونو کې د ډېرو پانګو په لرلو سره سره یې پانګې کنګل دي او له بانکونو د کمې اندازې پيسو اخیستو اجازه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له بدلونونو او اقتصادي پاشلتیا وروسته زیات شمېر سوداګرو خپلې پانګې له هېواده بهر ته لېږدولې دي.

سیګار: طالبانو د مرستندویه بنسټونو وړتیاوې محدود کړې

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وایي طالبانو افغانستان کې د دغه هېواد لپاره د مرستندویه بنسټونو وړتیاوې محدود کړې.

سیګار تېره ورځ (شنبه د غويي ۲) یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په بېلابېلو لارو د بشردوستانه مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي.

د سیګار په وینا طالبانو د سازمانونو د کار په محدودولو، د بشردوستانه مرستو د وېش په سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، د نادولتي سازمانونو د فعالیت په کنټرول او له خپل حکومت سره د هوکړه‌لیک لاسلیکولو ته د نادولتي سازمانونو په اړ ایستو د مرستې رسوونې په بهیر کې محدودیت راوستی او لاسوهنه پکې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې سي‌بي‌اېس نیوز د یوه راپور په خپرولو افغانستان کې له مرسته‌کوونکو سره د خبرو په اړه ویلي وو طالبان له مرستندویه بنسټونو باج اخلي.

یوه کال کې د ۲۷۰۰ سوداګریزو جوازونو وېش

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي تېر کال یې ۲۷۰۰ سوداګریز جوازونه وېشلي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې د وېشل شویو جوازونو په منځ کې ۱۰۰ یې بهرنیو وګړو ته ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وینا د ۲ زره او ۶۷۹ نویو جوازونو له وېش سره هم‌مهاله د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا، ۳۳۳ جوازونه لغوه او ۱۰۶ بهرني جوازونه بېرته نوي شوي دي.

افغانستان کې داسې حال دا شمېر د سوداګرۍ جوازونه وېشل کېږي چې له بدلونونو وروسته زیات شمېر سوداګرو خپلې پانګونې له هېواده بهر ته لېږدولې او طالبانو په ځلونو له سوداګرو غوښتي په هېواد کې دننه پانګونه وکړي.