ساینس او ټکنالوژي

ایلان ماسک؛ مصنوعي حس «تروت جي پي ټي» پيلوي

د تسلا موټر جوړولو، سپیس ایکس او ټویټر شرکت عامل مدیر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک نیت لري چې د «تروت جي پي ټي» په نوم مصنوعي حس یو پلټفورم جوړ کړي.

دا پلټفورم به د امریکا «اوپن آی آی» مصنوعي حس شرکت له خوا جوړ شوی جت بات «چت جي پي ټي» له ننګونو سره مخ کړي.

ماسک له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زه غواړم، داسې څه پيل کړم چې زه یې «تروت جي پي ټي» نوموم، یا یو داسې مصنوعي حس چې د واقعیت موندلو لپاره هڅه کوي، د نړۍ ماهیت درک کړي.»

دا په داسې حال کې دي چې کارپوهان د مصنوعي حس جوړول د بشري د راتلونکي لپاره خطرناک بولي.

خو ایلان ماسک ویلي هغه مصنوعي حس چې د جوړولو نیت یې لري، د نړۍ درک کولو ته ارزښت ورکوي او د انسانانو لپاره به خطر نه وي، ځکه انسانان د دې نړۍ په زړه پورې برخه دي.

ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي چې ماسک له «اوپن ای ای» سره د سیالۍ لپاره د «تروت جي پي ټي» مصنوعي حس په جوړولو کې الفابت شرکت د مصنوعي حس له څېړونکو چې «ګوګل» یې په چوکاټ کې فعالیت لري، کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې دي چې ماسک او د مصنوعي حس یو شمېر کارپوهانو او صنعت برخې مدیرانو د مصنوعي حس خطرونو ته په اشارې سره، له «جي پي ټي ـ ۴» مصنوعي حس څخه د پیاوړو سیستمونو په برخه کې د شپږ میاشتني درېدو غوښتنه کړې چې تازه د «اوپن ای ای» له  خوا پيل شوی دی.

ماسک همداراز له فاکس نیوز سره په مرکه کې له مصنوعي حس څخه د استفادې په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل چې مصنوعي حس ښايي بشري تمدن تخریب کړي.

ایلان ماسک ټینګار وکړ: «مصنوعي حس مثلاً له ناسمې طراحۍ یا د ناسم تولید په پرتله خطرناک دی.»

ماسک په ۲۰۱۵ کال کې له خپلو شریکانو سره «اوپن ای ای» شرکت جوړ کړ، خو په ۲۰۱۸ کال کې ددې شرکت له مدیره پلاوي څخه ګوښه شو او په ۲۰۱۹ کال کې یې دا شرکت پرېښود او وې ویل چې غواړي تسلا او سپیس ایکس ته زیات پام وکړي.

له بلې خوا، مایکروسافت شرکت د روان کال په جنورۍ میاشت کې په «اوپن ای ای» کې د نورې څو میلیارد ډالري پانګونې اعلان وکړ چې له «ګوګل» سره یې سیالي پراخه کړه او په «سیلیکون ویلي» بانک کې یې د مصنوعي حس بودیجې د جذبولو لپاره سیالي هم زیاته کړه.