ښځې

طالبانو د جورجان د «افغان ګاز» ریاست شل ښځینه کارکوونکې ګوښه کړې

کندهار کې د یوې مېرمنې تصویر. د ۱۴۰۱ کال د غويي میاشت

د جوزجان په افغان ګاز تصدۍ کې یو شمېر ښځینه کارکوونکې آمو ته وايي چې طالبانو په یوه رسمي مکتوب سره دوی له دندو ګوښه کړې دي.

دا مکتوب چې یوه نسخه یې آمو ته رسېدلي پکې راغلي: «دا چې ۱۴۰۱ کال تېر شوی او منظور شوی تشکیل د تطبیق او اجرا له وخت وروسته موږ ته رارسېدلی، له دې امله د کارکوونکو او کارګرانو په ګډون ۵۲ بستونه چې د ۱۴۰۱ کال د تشکیل په تنقیض کې ددې مکتوب په صادرولو سره د نتقیض له امله له بستنه منفکېږي، له دې جملې ۲۷ تنه کارکوونکې دي.»

که څه هم طالبانو ویلي چې دا ټول بستونه قراردادي دي خو د جوزجان د افغان ګاز ریاست کارکوونکي وایي چې ټول ګوښه شوي کسان د رسمي بستونو کارکوونکي دي.

د افغان ګاز تصدۍ ریاست د دې مکتوب له مخې، په دغو ۲۷ تنو کې شل یې مېرمنې دي.

۵۵ کلنه فاطمه چې څه د پاسه ۳۳ کاله یې د جوزجان ولایت په افغان ګاز تصدۍ ریاست کې کار کړی د نوموړې نوم هم په هغو کارکوونکو کې دی چې د طالبانو له خو ګوښه شوي دي.

هغه د خپلې اته کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابرونکې ده او وايي چې نه پوهېږي له دې وروسته له کومې لارې خپلو بچیانو ته ډوډۍ برابره کړي.

فاطمې آمو ته وویل چې طالبانو لومړی د هغې او د همکارانو معاشونه کم کړل او وروسته یې «منفکه» کړه.

نوموړې وايي: «د ژوند ډېر کلونه مې په دې ریاست کې تېر کړي؛ دلته ریاست بلکې زما د کور په شان و، د طالبانو دا کار ظلم دی.»

عادله چې پنځه کاله یې د جوزجان په افغان ګاز ریاست کې کار کړی هم د فاطمې په شان د طالبانو په مکتوب سره ګوښه شوې ده.

عادله زیاتوي چې طالبانو یې لومړی معاش له نولس زره څخه اوه زره افغانیو ته راکم کړ.

نوموړې آمو ته وویل: «یوازې د پنجشنبې په ورځو مې حق درلود، د لاسلیک لپاره یوې جلا شعبې ته ورشم او بېرته کور ته ستنه شم، زه لیسانس سند لرم او څه د پاسه پنځه کاله مې په دې ریاست کې کار کړی، پوهېږم چې طالبانو د خپلو کسانو د ګمارلو لپاره موږ ښځې له دندو ګوښې کړې یوو.»

په افغان ګاز ریاست کې یو شمېر نورې ښځینه کارکوونکې چې تازه د طالبانو له خوا له دندو ګوښه شوې وایي، په تېرو نولسو میاشتو کې په داسې حجاب سره چې طالبان یې شرعي بولي دندې ته تللې دي.

د جوزجان په افغان ګاز ریاست کې شل ښځینه کارکوونکې په داسې حال کې د طالبانو له خوا له دندو ګوښه شوې چې طالبانو څه د پاسه درې میاشتې مخکې په نادولتي بنسټونو کې ښځینه کارکوونکې له دندو منع کړې دي.