افغانستان

د طالبانو د محدودیتونو له امله د پنجشېر په کلیو کې د مالدارۍ کمېدل

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي آمو ته وایي، طالبان د دغه ولایت د کلیو اوسېدونکو اجازه نه ورکوي چې خپل څاروي څړځایونو ته بوزي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، د طالبانو دا کار د دې لامل شوی چې د پنجشېر خلک خپل څاروي په کمه بیه وپلوري.

د رخې ولسوالۍ اوسېدونکی فاروق وایي، کابو ۲۰۰ وزې او پسونه یې لرل چې د همدې څارویو د لبنیاتو او غوښې په پلورلو یې د خپلې لس کسیزې کورنۍ اړتیاوې برابرولې.

هغه په دوام کې وویل: «له کله چې طالبان کلي ته راغلل، نور غره ته د څارویو د بېولو اجازه نه لرو. اړ شوم خپل څاروي په کمه بیه وپلورم.»

د پنجشېر بل اوسېدونکی بابه وایي، د کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابروونکی دی او د مالدارۍ له لارې خپل لګښتونه پوره کوي.

هغه په دوام کې وویل: «وروسته له هغې چې پلار مې کابل کې د یوه ځانمرګي برید په پېښه کې شهید شو، له بېوزلۍ مې رمه څروول پیل کړل چې لومړی مې هر کال خپل ځینې پسونه پلورل او د کور اړتیاوې مې پرې برابرولې. خو پنجشېر ته د طالبانو په راتګ سره هغوی وویل چې نور څړځایونو ته د څارویو د بېولو اجازه نه لرئ. له هغې وروسته نور په کلي کې مالدارۍ ته دوام ورکول راته ناشونی شول او د څارویو پلورلو ته اړ شوم، اوس چې هم څاروي له لاسه ولاړل او هم پیسې، د خپلې کورنۍ ناوړه اقتصادي وضعیت ته اندېښمن یم.»

د پنجشېر بل اوسېدونکی احمد وایي: «طالبانو له موږ وغوښتل چې نور باید د کور له څو کیلومترۍ څاروي اخوا ونه‌لېږدوو، هغوی د دې په پلمه چې تاسو (د کلي اوسېدونکي) د مقاومت جبهې له ځواکونو سره کار کوئ، خلک ځوروي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو په شتل ولسوالۍ کې محمد ابراهیم او د دغه ولایت په مرکز کې احمد منیر چې په غرونو کې د خپلو رمو پر څروولو بوخت وو په ډزو ووژل.

پنجشېر د هېواد یو غرنیز ولایت دی، چې د د اوبو بې‌سارې سرچینې او متعدله هوا لري او له دې پلوه یې شرایط مالدارۍ ته ښه برابر دي او د دې ولایت ډېری خلک د مالدارۍ له لارې خپل ژوند پرمخ وړي.

د طالبانو له حکومتولۍ د یوه نیم کال په تېرېدو سره دغې ډلې د پنجشېر په کلیو کې ځینې محدودیتونه لګولي دي چې غرونو ته د خلکو د څارویو د بېولو مخه یې نیولې او خلک په کمه بیه د خپلو رمو پلورلو ته اړ شوي دي.