سوداګري

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو د کرکېلې زیاتېدل

د رپوټونو له مخې په ننګرهار ولایت کې د ځمکنيو توتانو کرکېله زیاته شوې، او د ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې پر شپېته جریبه ځمکه ځمکني توت کرل شوي چې ډېری دا کروندې یې په بټي کوټ ولسوالۍ کې دي.

په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځمکنیو توتانو یو فارم لروونکی طارق سالار د سږکال د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي او وایي د تېرو کلونو په پرتله یې د ځمکنیو توتانو حاصلات زیات شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ په ۵۰ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ مو پانګونه پرې کړې، هیله من یو چې سږ  کال د تېرو کلونو په پرتله حاصلات زیات وي.»

د هغه په وینا، یو جریب ځمکه کابو زر کیلو حاصل ورکوي چې په شپږو میاشتو کې یې حاصل راټولولو ته چمتو کېږي او دا د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو پرځای ښه بدیل کېداي شي.

دغه کرونګر وايي، چې په دغه فارم کې لسګونه کسان ورسره کار کوي او د ننه په هېواد کې د عاید یوه ښه سرچینه ده.

د ځمکنيو توتانو ددغه فارم یو کارګر ثناءالله خوښ دی، چې په هېواد کې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «خوښ یم چې دلته کار کوم او تر یوه بریده مې اړتیاوې پرې پوره کوم، که نور پانګه‌وال هم په هېواد کې پانګونه وکړي زما په شان په لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.»

اخوا، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په فتح آباد کلي اوسېدونکی رحیم جان چې له تېرو ۹ کلونو راهیسې پر خپلو ځمکو د ځمکنیو توتانو کرکېله کوي وايي، ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل دی او په وینا یې که طالبان د دوي لاسنیوی وکړي کولی شي پر وخت د بازار اړتیا پوره کړي.

رحیم جان زیاتوي: «اوس دا توتان ښه دود شوي، سږکال مې ډېر بوټي خلکو ته ورکړل کابو سل زره بوټي مې د کانال ریاست درېیم فارم ته ولېږل، انشاءالله اوس دې کلي کې دا کرکېله دود شوې ښه پایله یې ورکړې ده.»

هغه له طالبانو غواړي، چې د کرنې او کرنیزو چارو کیې لاسنیوی وکړي او همداراز یې د محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي.

رحیم جان زیاتوي، له دې مخکې پاکستاني توتانو د دوی بازار خراب کړی و، خو اوس یې حاصلات ښه بازار لري او له پاکستان وارد شوي توت څوک دومره نه خوښوي.

د دې سیمې بل کروندګر زمری چې تازه یې په خپله کرونده کې توتان کرلي وایي، د ځکمنیو توتانو ګټه ځکه ډېره ده، چې لږ ځمکه ډېر حاصل ورکوي او خلک هم تر نورو فصلونو د دې له حاصله خوښ دي.

هغه زیاتوي، تر پاکستاني توتانو د دوی حاصلات زیات مینه وال او ښه بازار لري.

په ننګرهار کې د کرنې ریاست مسوولین هم وايي چې د ځمکنیو توتانو لپاره ددې ولایت هوا مناسبه ده او ښه پایله یې ورکړې.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد څرګنده کړه، سږ کال ننګرهار کې په شپېته جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي چې د نورو کلونو په پرتله یې حاصلات ښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «مخکې به ځمکني توت له ګاونډي هېواد پاکستان او کوزې پښتونخوا راواردېدل چې تر مارکیټه به په را رسېدو یې کیفیت خرابېده. خو له دې وروسته په هېواد کې ددغې مېوې حاصلات په زیاتېدو دي.»

په دې ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست د کرنیزو خدماتو آمر نعمت الله اکبري بیا وایي، چې ځمکني توتان تازه په دې ولایت کې دود شوي او اوسمهال د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې کرل کېږي.

هغه که څه هم د سږنیو حاصلاتو د کچې په اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې د ننګرهار په سره رود سربېره د دې ولایت په نور ولسوالیو کې هم د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «په دره نور، سرخرود، بهسود، بټي کوټ او خوګیاڼيو ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل کېږي او هڅه کوو دا کرکېله پراخه شي.»

عام خلک هم د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي او وایي که له پاکستانه د تازه مېوو د وارداتو مخه ونیول شي نو ښايي د کورنیو کرنیزو حاصلاتو بازار ښه شي.

د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي له حکومت (طالبانو ادارې) او مرستندویه ادارو غواړي چې د کرنیزو وسایلو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې له کرندګرو سره لازمې مرستې وکړي.