سوداګري

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بازار له خرابوالي د ننګرهار د زرګرانو شکایت

ننګرهار کې زرګران د کاروبار له خرابوالي او په بازار کې د غیرمعیاري سرو زرو د پېر پلور په اړه شکایت لري.

د جمهوریت پرمهال ددې ځای هټۍوال خوښ و خو اوس وایي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاروبار يې په ټپه درېدلی او څوک له بېوزلۍ سره زر نه اخلي.

د سرو او سپینو زرو پلورونکي وایي، اوس د دې پرځای چې خلک له دوی سره زر واخلي، پر دوی خپلې ګاڼې پلوري.

د زرګرۍ کوڅې یو هټۍوال جعفر حسن وایي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دوی کارونه په ټپه درېدلي او له زیان سره مخ دي ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او پېرودونکي یې کم شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «د زرګرۍ بازار په ټپه ولاړ دی، د نظام په بدلېدو سره د خلکو وضعیت بدل شو، د موسسو کارونه ودرېدل او خلک وزګار شول، زرګونه وګړو په پوځي او ملکي ادارو کې دندې لرلې زموږ کارونه هم ورسره ښه وو، خو اوس هرڅه په ټپه ولاړ دي ځکه خلک د سرو زرو د پېرلو وس نه لري.»

ددې ځای بل هټۍوال فریداحمد وایي،چې د سرو زور پلور کم شوی او خلک خپلې ګاڼې د پلور لپاره دوی ته راوړي.

نوموړی زیاتوي تمه لري،چې کارونه یې ښه او طالبان د خلکو اقتصادی وضعیت ته پام وکړي ترڅو د دوی کارونه هم ورسره ښه شي.

هغه وايي: «فروشات کم شوي، خلک اوس د دې پر ځای چې سره زر واخلي د اقتصادي ستونزو له امله خپلې د کور ګاڼې د پلور لپاره راوړي، بازار خراب شوی او هیله مندي هم کمه ده.»

یو شمېر دغه هټۍ‌وال وایي، که طالبان خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته او اقتصادي وضعیت یې ښه شي د دوی کاروبار به هم وغوړېږي.

له بلې خوا، د زرګرانو ټولنې مسوولین هم مني، چې د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له امله د زرګرانو کارونه خراب شوي، خو زیاتوي تر لومړیو ورځو اوس حالت یو څه ښه شوی دی.

دوی زیاتوي، د بازار د اړتیا وړ د سرو زرو اتیا سلنه ګاڼې او زینتي وسایل په دې ولایت کې جوړېږي.

د زرګرانو ټولنې رییس ممتاز مومند وايي، تر ډېره یې د کم کیفیته سرو زرو مخه نیولې او همدراز یې يوه کميټه جوړه کړې چې په بازار کې د کم کیفیته سرو زرو مخه ونیسي.

نوموړی زیاتوي: «له نورو سیمو ځینې کم کیفیته سره زر راوړل کېږي خو ډاډ ورکوو دلته چې کومې ګاڼې جوړېږي له ارزولو وروسته بازار ته وړاندې کېږي د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی نو ځکه د سرو زرو هټۍ‌وال هم شکایت لري.»

دوي وايي، ۹۸ سلنه سره زر همدلته تولېدوي، چې پاتې دوه سلنه یې له هېواده بهر څخه واردېږي.

د زرګرانو ټولنې د مالوماتو له مخې، اوسمهال په جلال اباد ښار کې ۴۵۰ د سپينو او سرو زرو هټۍ فعالیت لري، چې ۹۸ سلنه زر همدلته تولیدوي او یوازې دوه سلنه له بهره واردوي.

په ننګرهار کې زرګران د خپلو کارونو له خرابوالي داسې مهال شکایت کوي، چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان د قحطۍ له لوړ خطر سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) له اړمنو افغانانو سره د مرستې په پار د بیړنۍ بودېجې غوښتنه کړې. دغه پروګرام وایي، که په روانه اپرېل میاشت کې ۹۳ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نکړي، په افغانستان کې به له سلګونه زره اړمنو او بېوزله افغانانو سره خپلې مرستې ودروي.

کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه راکمه شوه او ورسره ګڼو نړیوالو او کورنیو موسسو خپل کارونه ودرول.