ښځې

مزارشریف کې رابعه بلخي راډیو بېرته فعاله شوه

File photo

رابعه بلخي راډیو په بلخ کې د ښځو ځانګړې راډیو ده چې د ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر ۲۴ نېټه یې په یوه اورلګېدنه کې ټول وسایل له منځه ولاړل. اوس د یوناما او د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په همکارۍ دغې راډیو بیا کار پیل کړی دی.

د دې راډیو مسوولین وایي، چې د راډیو د فعالیت په بیا پيل د ۱۰ ښځو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

د رابعه بلخې راډیو مسووله شکیبا موحد وایي: «د دغې راډیو د کار له بیا پیل سره ۹ تنه ښځینه خبریالانو او دوو نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره شوه.»

هغې په دوام کې وویل، چې مخکې په دې رسنۍ کې ۲۵ ښځو او ۶ نارینه‌وو کار کاوه، خو له بدلونونو وروسته د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله یې د کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

د رابعه بلخي راډیو مسوولې دوام ورکړ: «د دغې راډیو د فعالیت له پیلېدو سره دلته ۱۱ کارکوونکي بوخت دي زموږ په خپرونو کې دیني، روزنیز، معلوماتي او هغه پروګرامونه شامل دي چې خلک اړتیا ورته لري.»

همداراز بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله نوراني د دې راډیو د فعالیت د بیا پیل په مراسمو کې وویل: «د رابعه بلخي راډیو بیا فعالېدل چې د ښځو ځانګړې راډیو ده، د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت (طالبان) په افغانستان له ښځینه خبریالانو ملاتړ کوي.»

هغه ټینګار وکړ: «ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکوو چې معلوماتو ته د لاس‌رسي، د هغوی د ژوند د خوندیتوب او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره یې هڅه کوو.»

دغه راډیو د یوناما دفتر او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په همکارۍ بېرته فعاله شوې ده.

په شمال زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول عبداللطیف سهاک هم په دې مراسمو کې وویل: «موږ له خبریالانو د ملاتړ په لټه یوو، ترڅو له دې لارې ښځینه خبریالانې هم وکولای شي د نارینه‌وو ترڅنګ ودرېږي او خپل غږ پورته کړي او د کار پروړاندې یې کوم خنډ نه وي.»

هغه ټینګار وکړ: «له وروستیو بدلونونو سره درې راډیوګانې چې مخکې یې فعالیت درېدلی و، بېرته یې کار پيل کړی دی.»

رابعه بلخي راډیو په بلخ ولایت کې د ښځو لومړنی راډیو ده چې د ۲۰۰۳ کال د مارچ میاشتې پر نهمه نېټه یې په مزارشریف ښار کې خپل فعالیت پیل کړ. د دې راډیو مشري لومړی فریدې پاک‌طین او مبینې ساعي پرغاړه لرله. له ۱۳۹۵ وروسته بیا اغلې شکیبا موحد د رابعه بلخي مشري لري.

د طالبانو له واکمنېدو مخکې په بلخ ولایت کې تر ۳۰۰ زیات خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو فعالیت درلود چې تر ۱۲۰ زیاتې یې ښځې وي، خو اوس د رسنیو پر کار د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله په دغه ولایت کې تر ۱۰۰ کم کسان د خبریالۍ په برخه کې بوخت دي.

مخکې بلخ ولایت کې نږدې ۴۰ رسنیو فعالیت کاوه. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۱۶ رسنۍ فعالې دي چې له دې منځه ۲ یې په ځانګړي ډول د ښځو دي.