ورزش

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

Afghanistan’s National Cricket Team. Photo: ACB

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درېيو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د شپږ وېکټونو په توپیر سره د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې محمد نبي ښه وځلېد او په ۳۸ ټوپونو سره یې ۳۸ منډې جوړې کړې چې د لوبې تر پایه پاتې شو.

هغه همداراز د دې لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

د لوبې په پیل کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او په شلو اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۲ منډې جوړې او په دې توګه یې افغان لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې عماد وسیم ۱۸ منډې او سایو ایو اوولس منډې ترسره کړې. د پاکستان نورو لوبغاړو هر یوه له دوو تر ۱۲ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي، مجیب رحمان او فضل حق فاروقي هره دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان یوه وېکټ ترلاسه او ۱۵ منډې یې جوړې کړې خو له فضل حق فاروقي وروسته یې خپلې سیالې لوبډلې ته تر ټولو کمې منډې ورکړې.

دا لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وه چې پاکستان د تېر کال په شل اوریزو سیالیو کې د انګلستان لوبډلې په وړاندې ماتې خوړلو وروسته یې لوبه بایلوده.

له بلې خوا، د راشد خان په مشرۍ افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو په وړاندې په وروستیو درېيو شل اوریزو لوبو کې هم بری ترلاسه کړی و.

له هغې وروسته چې پاکستان لوبډلې پرېکړه وکړه بابراعظم د روان کال له نړیوال جام سیالیو مخکې دمه وکړي، شاداب خان د پاکستان د ملي لوبډلې مشري کوله.

دې چارې د پاکستاني لوبغاړو لپاره وروستۍ فرصت برابر کړ ترڅو په داسې وخت کې چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره د خپلې لوبډلې د ارزونې او غوره کولو په حال کې دی خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.

راتلونکې لوبې

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ دوهم شل اوریزه سالي یکشنبې د مارچ په ۲۶مه د کابل پروخت ۷:۳۰ او درېيمه لوبه هم چهارشنبې د مارچ په ۲۹مه د کابل پر وخت ۷:۳۰ ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ لوبډلو درې ځله په شل اوریزو لوبو کې سره سیالي کړې ده. په درې واړو لوبو کې پاکستان بریالی شوی و. د تېرې شپې لوبه ددغو دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه وه چې افغان لوبډلې وګټله.

په دغو درېیو لوبو کې د افغانستان او پاکستان د لوبډلې جوړښت

افغانستان: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، افسر ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، نوین الحق، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمن، کریم جنت، فرید احمد مالک، شرف الدین اشرف، عظمت الله عمرزی، نور احمد، صدیق الله اتل

پاکستان: سایم ایوب، عبدالله شفیق، شان مسعود، محمد حارث، افتخار احمد، اعظم خان، شاداب خان، عماد وسیم، محمد نواز، فهیم اشرف، نسیم شاه، محمد وسیم، زمان خان، احسان الله، طیب طاهر