سوداګري

د نوروز په درشل کې د غزني د هټۍوالو د کاروبار کمښت

غزني ښار کې د ښځینه جامو پلورونکي وایي، چې په تېرو کلونو کې یې د کال په وروستیو ورځو کې ډېر پېردونکي لرل، خو سږ کال یې پلور کم شوی او ښځې له دوی څه نه پېري.

دغه هټۍوال وایي، چې د خلکو د اقتصاد د کمزوري کېدو له امله خلک د نوي کال لپاره د جامو پېرلو وس نه لري.

روح‌الله په غزني ولایت کې یو هټۍوال دی چې ښځینه جامې پلوري. هغه د کاروبار له وضعیته شکایت لري او وایي: «په تېرو میاشتو کې ډېر بدلونونه راغلي دي. زموږ د پلور بازار کم شوی، خلک د جامو د پېرلو پیسې نه لري او د ډېری خلکو د ژوندانه وضعیت ښه نه دی.»

د غزني ښار اوسېدونکی محمد صمیم جمیلي چې له خپلې کورنۍ سره د نوروزي پېرلو لپاره بازار ته راغلی دی وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله د نوروز لپاره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ځکه د خلکو وضعیت دومره خراب دی چې د نویو جامو پېرلو وس نه لري.

هغه وایي: «په اوسنیو شرایطو کې خلک د نوروز لمانځلو ته ډېره پاملرنه نه لري. بلکې ټول د خپلې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو په فکر کې دي. نوروز د پخوا په څېر په لېوالتیا سره نه لمانځل کېږي.»

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د هېواد اقتصاد له ګڼو ستونزو سره مخ شو. ډېری وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. ځینې اقتصادي بندیزونه او یو شمېر هم د طالبانو د ډلې تخصص د شته ناورین اصلي لاملونه بولي.

که څه هم طالبان د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د هڅو په اړه خبرې کوي، خو ډېری په دې باور دي چې هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي کوم څرک نه تر سترګو کېږي.