ښځې

د مشتریانو له نشتوالي په بدخشان کې د سینګارتونونو د خاوندانو شکایت؛ خلک پيسې نه لري

په افغانستان کې د جمهوري نظام  له سقوط وروسته په بېلابېلو برخو کې بوختې مېرمنې له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي.

په دې لړ کې د سینګارتونونو خاوندانې چې له کلونو راهیسې له دې لارې خپلې اړتیاوې برابروي او د نورو ښځو لپاره یې هم د کار زمینه برابره کړې اوس په کور ناستې دي.

په بدخشان کې ګڼ شمېر دغه ښځې چې کلونه یې په دې برخه کې کار کړی او له دې لارې یې خپلې اړتیاوې برابرې کړې، اوس د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کارونه له ځوړتیا سره مخ دي.

۳۵ کلنه منیژه بهار کابو اوه کاله کېږي چې په هغو پیسو سره چې د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې یې له یوه بانک څخه پور اخیستې، په دې ښار کې د ښځو لپاره سینګارتون جوړ کړی.

منیژه د آمو خبریال ته وايي: «د کار د پرمختګ لپاره مې هیلې نیمګړې پاتې دي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری ښځې د نامناسب اقتصادي وضعیت له امله ترجېح ورکوي ودونو او د خوښیو نورو مراسمو ته د تلو لپاره په خپله ځان سینګار کړي او پیسې پرې ونه لګوي.»

هغې زیاته کړه: «موږ په تېرو وختونو کې زیات مشتریان لرل او آن کله به مو وخت نه درلود، خو اوس په میاشت کې درې یا څلور ناوې راځي او اړ یم چې د کمو پیسو په بدل کې یې سینګار کړم.»

دغه ښځینه سینګار کوونکې زیاتوي چې د جمهوریت پرمهال مو هره اونۍ پنځه تر شپږ ناوې د لس زره افغانیو په بدل کې سینګارولې چې د کارکوونکو معاشونه، د دفتر کرایه نور لګښتونه بې پوره کول. «خو اوس کابو دوه کاله کېږي چې د ژوندانه د اړتیاوو برابرولو لپاره عاید نه لرو، له هغه وخت راهیسې چې طالبان راغلي زما د سینګارتون اته ښځینه کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو له امله دنده پرېښې ده.»

بنفشه هغه ناوې ده چې د نکریزو شپې لپاره د منیژې سینګارتون ته راغلې د آمو خبریال ته وايي: «په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سینګارتون د لګښت لپاره درې زره افغانۍ ورکړم خو زوم حاضر نه و چې دا پيسې راکړي خو په سختۍ سره وتوانېدم چې قناعت ورکړم، د بدخشان د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.»

له بلې خوا، پر ښځو محدودیتونه او له کوره بهر د دوی د کار مخنیوی او له بلې خوا په بدخشان کې پر سینګارتونونو د طالبانو د امربالمعروف ادارې فشارونو د سینګارتونونو کار له ستونزو سره مخ کړی دی.

سمیه نګهت په فیض آباد ښار کې یوه بله سینګار کوونکې ده. هغه هم د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه وايي: «د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکي هره ورځ سینګارتونونو ته ورځي او ګواښ کوي چې باید په ښځو کې د لوېدیځ په بڼه سینګار دود نه کړئ.»

نوموړې زیاتوي: «د سینګارتون د پرانیستي ساتلو لپاره هېڅ هیله نه لرم او ډېر ژر به یې وتړم، ځکه مشتریان نه لرم او طالبان هم هره ورځ راځي او له کاره مو شکایت کوي چې باید په دې ځای کې لوېدیځ کلتور دود نه کړو، په ځلونو یې زموږ مشتریان ګواښلي او یو څو ښځې او نجونې چې مخکې به راتلې هغه هم اوس نه راځي.»

د معصومې سینګارتون هم همدا وضعیت لري، هغه وايي: «که څه هم موږ اوس هم کار کوو خو په ډېر لګښت عاید سره، روښانه ده چې د طالبانو په راتلو سره تر ټولو زیات زیان موږ ته رسېدلی ځکه دوی نه پرېږدي چې ښځې سینګار کړي له کوره بهر د ښځې لپاره سینګار کول حرام بولي. ما خپلې مشتریانې له لاسه ورکړې. خو له دې امله چې نوی کال رانږدې دی یو شمېر مېرمنې د وېښتانو د رنګولو او سینګار لپاره راځي.»

دا په داسې حال کې دي چې په مخکیني نظام کې ښځو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه او ځانګړی ځای یې خپل کړی و. خو د طالبانو په واکمنېدو سره افغان مېرمنې څنډې ته شوې او له خپلو ډېری حقونو بې برخې دي.