ښځې

د ښځو حجاب؛ د کابل پر دېوالونو د طالبانو لومړیتوب

د کابل دېوالونه په دې ورځو کې د طالبانو پر شعارونو پوښلي دي. داسې برېښي چې د طالبانو ټول تمرکز پر ښځو دی، خو د کار او زده‌کړو لپاره نه، بلکې له اسلامي حجاب څخه د خپل اخیستون د تپلو لپاره.

هغه کرښې چې د کابل پر دېوالونو لیدل کېږي ښځو او نجونو ته سپارښتنه کوي چې حجاب وکړي.

د بشري حقونو فعاله مژګان فراجي په دې اړه وایي: «د طالبانو یو اړخیز چلند او پر افغان مېرمنو د تحمیلي حجاب بحث بېځایه او یوازې پلمې لټول دي. افغانان خپل مسلمانان دي او پوهېږي په اسلام کې د ښځو لپاره څه ډول جامې اړینې دي.»

هغې دوام ورکړ، غوره به دا وي چې طالبان خپلې کړنې او له نړۍ سره خپل سیاست له دین او ښځو سره ګډ نه کړي.

دا چې له ښځو د خپلو غوښتنو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، د شرم وړ ده.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نږدې درې میاشتې مخکې ویلي و، چې د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو یو لامل د هغه څه په پام کې نه نیول دی، چې نوموړی یې «بشپړ حجاب» بولي.

د ښځو حقونو فعاله مولوده توانا هم باوري ده: «نږدې دوه کاله کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي. ښځې د بشري حقونو په ترټولو ناوړه وضعیت کې دي او په دې موده کې د دغې ډلې له خوا ترټولو ډېر احکام د ښځو پر خلاف صادر شوي دي. سره له دې چې نړۍ او نړیواله ټولنه پوهېږي چې ښځې په څه ډول شرایطو کې دي، خو په قصدي توګه ښځو ته پاملرنه نه کوي او افغان مېرمنې یې دغې ډلې ته یرغمل پرېښې دي.»

هغې په دوام کې وویل: «له بده‌مرغه ښځې تل د بېلابېلو ډلو د سیاستونو قرباني شوې دي. د ښځو حقونو او د بشري حقونو له بنسټونو زما غوښتنه دا ده چې اقدام وکړي او افغان مېرمنې د قربانۍ له وضعیته وژغوري.»

د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې تر ۲۸ میلیونه زیات افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او تر ۶ میلیونو زیات وګړي له قحطۍ سره مخ دي.

خو په تېرو ۱۹ میاشتو کې طالبانو تر هر څه زیات د ښځو د کار او ازادیو پروړاندې خنډونو رامنځته کولو ته پام کړی دی.

هغه څه چې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د له منځه تلو لامل شوی او بېوزلي یې لا پراخه کړې ده.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنۍ وروسته تر ۲۰ زیات فرمانونه صادر کړي دي چې په منظم ډول ښځې له ژوند او عمومي چارو څنډې ته کوي.