سوداګري

څو مهم اقتصادي خبرونه

په داسې حال کې چې طالبان وايي، له افغانستان سره نقدي بشردوستانه مرستې زیاتې شوې خو د ملګروملتونو سازمان له افغانستان سره ددغه سازمان د بشردوستانه مرستتو د کمښت په اړه خبرداری ورکوي.

له افغانستان سره د نقدي بشردوستانه مرستو زیاتېدل

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې اتیا میلیون ډالره نقدې پیسې هېواد ته رارسېدلې دي. په داسې حال کې چې تېره اونۍ کابل ته بشردوستانه مرستې نه وې رسېدلې. د افغانستان بانک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې، دا د بشردوستانه مرستو دوهمه بسته ده او دغه بانک افغانستان ته د نقدو پیسو له رسېدو هرکلی کوي.
_____
د ملګروملتونو سازمان افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یوناما مشرې رزا اوتانبایوا تېره ورځ د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې، له افغانستان سره د مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارد ډالرو غوښتنه شوې ده. خو دا مرستې ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو او کاري چاپېریال ته د ښځو پر تلو د طالبانو د مخنیوي له امله له خطر سره مخ شوې دي.

اوتانبایوا زیاته کړې، که ښځې د کار اجازه ونه لري، ښايي د افغانستان لپاره بودیجه کمه شي او له دې هېواد سره نقدي مرستې هم کمې شي.
_____
هند د چابهار بندر له لارط افغانستان ته شل زره ټنه غنم رالېږي. نوي ډیلي اعلان کړی چې غنمو شل زره ټنو نوې بسته به د ایران د چابهار بندر له لارې او د خوړو د نړیوال پروګرام په همکارۍ افغانستان ته ولېږل شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، هند اعلان وکړ چې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي.

ددغو مرستو ډېره برخه د پاکستان د بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوې، خو اوس ټاکل شوې د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راولېږل شي.
_____
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان لوړې کمېشنرۍ په غور کې له څه د پاسه درې سوه کورنیو سره د شړیو مرسته وکړه.

دغه سازمان همداراز ویلي چې د سږ کال په ژمي کې په ژمي کې یې په ټول افغانستان کې د څه د پاسه اته سوه زره تنو لپاره مرستې برابرې کړې دي.

له دې سره په یو وخت، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي په تېر میلادي کال کې، له دیارلس میلیونه ښځو او نجونو سره چې د خوراکي خوندیتوب له نشتوالي کړېدل، مرسته کړې ده.