ښځې

لوڼې مې د ۴۰۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورلې

نیمروز کې سرچینې وایي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کم عمر کې ودول، جبري واده او د نجونو پلور زیات شوی دی.

د هرې لور په بدل کې مې ۲۰۰ زره افغانۍ واخیستې

۱۳ کلنه ګلالۍ او ۱۲ کلنه تورپېکۍ هغه نجونې دي چې یو نیم کال مخکې د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې په کم عمر کې واده شوې ده.

د دغو دوو نجونو مور فاطمه وایي، چې خاوند یې مخکینی پوځي و او د چخانسور ولسوالۍ په جګړه کې ووژل شو. له هغه ۴ لوڼې او یو زوی پاتې شوي دي.

هغې آمو ته وویل چې د خپل خاوند له وژل کېدو وروسته یې د اولادونو مسوولیت هغې ته پاتې شوی او له دې چې د خپلو اولادونو د نفقې وس نه لري، اړ شوې خپلې دوې لوڼې واده کړي.

فاطمه وایي له دې امله چې ماشومان یې هره ورځ تر ماښامه وږي وو او د عاید هېڅ ډول سرچینه یې نه لرله هغوی یې په کم عمر «وپلورلې» ترڅو هم تورپېکۍ او ګلالۍ له لوږې وژغورل شي او د هغوی د ولور په پیسو د خپلو اولادونو ګېډه مَړَه کړي.

فاطمې زیاته کړه: «طالبانو زما د ماشومانو پلار وواژه، موږ وږي او بې‌برخلیکه پاتې شوو، دوې کوچنۍ لوڼې مې چې ان د ګډ ژوند په مانا نه پوهېږي، وپلورلې ترڅو هغوی وژغورم که نه ټول له لوږې له منځه تلو.»

هغې خپله هره لور د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې پلورلې ترڅو د نورو ماشومانو د یوه کال لګښتونه برابر کړي.

خپله لور مې په ۱۰۰ زره افغانیو واده کړه

آصفه ۱۳ کلنه لور لري او پلار یې پر نشه‌یي توکو اخته دی. نوموړې وایي پلار یې هغه ۱۶ ورځې مخکې د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې د خپل تره پر زوی پلورلې ده.

هغه وایي چې د خاوند غوږنه یې ستونزه لري او څه نه اوري او د کورنۍ مسوولیتونه پر غاړه نه شي اخیستی او هره ورځ یې وهي ټکوي.

دغې ښځې دې ته په اشارې چې هېڅ داسې بنسټ نشته، ترڅو له خپل خاونده شکایت وکړي او خپل انساني حق وغواړي زیاته کړه: «تر اوسه مې دوه ځله د ځانوژنې هڅه کړې، خو بېرته وژغورل شوم.»

لور مې ۱۶ کلنه وه او ځانوژنه یې وکړه

زیبا نارويي هغه مور ده چې ۱۶ کلنې لور یې یوه میاشت مخکې د جبري واده له امله ځانوژنه وکړه.

دغې مور وویل: «لور مې له درس ویلو سره مینه لرله. کله چې ښوونځي وتړل شول ډېره خواشینې شوه. ورور یې اجازه ورنه‌کړه چې د انګلیسي ژبې کورس ته ولاړه شي. ورور یې د هغې غوښتنې ته پام ونه‌کړ او هغه یې له یوه خپل طالب ملګري سره کوژدنه کړه.»

هغې زیاته کړه: «لور مې ډېره کوچنۍ وه. له کوژدې یوه اونۍ وروسته یې ورور هغه وډبوله او وې‌ویل چې کوژدن دې نه غواړي ته انګلیسي زده‌کړې او هغه یې په کور کې بندي کړه. د شپې اته بجې شاوخوا ورغلم ترڅو هغې ته غږ وکړم، خو ځان یې د کور پر پکې راځړولې و. که څه هم دغه درد هره ورځ ما ځوروي خو هېڅ هم نه شم کولای.»

په همدې حال کې نیمروز کې د ښځو حقونو فعاله حمیده حیدري آمو ته وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

هغه وایي، ښځې په هدفي توګه له هرې برخې ګوښه شوې دي او دغه بندیزونو او محدودیتونه د کورنیو تاوتریخوالو زیاتېدو ته لار هواروي.

نیمروز کې د ښځو حقونو دغې فعالې زیاته کړه: «د جمهوریت پرمهال له دغو باورونو سره مبارزه کېده، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په معمولي ډول ترسره کېږي. د طالبانو باور له دیني باورونو سره توپیر لري او په خرافاتو کې رېښه لري.»

طالبانو واک ته د له رسېدو وروسته د ښځو د چارو وزارت لغوه کړ او د دې وزارت دفتر یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته وسپاره.

د ښځو حقونو فعالان وایي، په افغانستان کې د داسې بنسټونو نشتون چې وکولای شي د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی وارزوي د کورنیو تاوتریخوالو ترټولو مهم لامل دی.