سوداګري

د ورځې څو مهم اقتصادي خبرونه

د افغانستان له ۲۴ میلیونه وګړو سره د خوړو د نړیوال پروګرام له مرستو بیا د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ کچې تر ۴۰ سلنې زیاتوالي پورې خبرونه.

په سوداګریزو او ترانزیتي توکو بار څه د پاسه زر موټر د بګرام او قره باغ په نوي سړک کې درول شوي دي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي چې په ډېری دغو موټرو کې سبزیجات او مېوې بار دي او له ډېرې مودې راهیسې درېدو له امله په خرابېدو دي.

دا بار وړونکي موټر له سالنګ تونل څخه د تېرېدو لپاره د نوبت په تمه دي او له یوې میاشتې راهیسې له دغې ستونزې سره مخ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې یو غړی وایي چې په سوداګریزو او ترانزیتي توکو بار موټر له لسو ورځو راهیسې له سالنګ څخه د تېرېدو په تمه دي او دې چارې سوداګرو ته جدي زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام له ۲۴ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان له نیمايي وګړو سره خوراکي او نورې مرستې کړې دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر دسمبر میاشتې څه د پاسه ۲۴ میلیونه کسان د دې بنسټ له مرستو برخمن شوي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام رسمي شمېرې ښيي چې په دې موده کې د څه د پاسه ۳۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې پر خلکو وېشل شوې دي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ۴۰ سلنه زیاتوالی

روسیه وایي د افغانستان د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا لري.

په افغانستان کې د روسیې سفیر دیميتري ژیرنوف وایي چې د تاتارستان جمهوریت سوداګرو له طالبانو سره په افغانستان کې د ډبرو سکرو د حرارتي برېښنا د پراختیا په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده.

تاس خبري آژانس د ښاغلي ژیرنوف له قوله لیکلي چې روسي سوداګر هم ښايي د سالنګ تونل په بیارغونه کې برخه واخلي.

د دغه روسي دیپلومات د مالوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د روسيې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

د آمو سیند ۲۰ زره ټنه خام تېل داوطلبۍ ته وسپارل شول

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د قشقري بلاک شل زره ټنه خام تېل او د آمو سیند د حوزې اوه زره ټنه خام تېل داوطلبۍ ته وړاندې کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دې داوطلبۍ په مراسمو کې وویل چې په دغه داوطلبۍ کې ټول شرکتونه د ننه د افغانستان دي او تمه کېږي چې د پروسس بهیر یې هم د ننه په هېواد کې ترسره شي.

کابو دوې میاشتې مخکې، طالبانو د آمو سیند حوزې قرارداد د چین د تېلو ملي شرکت ته ورکړ.

د تېلو دا حوزه په فاریاب او سرپل ولایتونو کې موقعیت لري.