سوداګري

د ایران یوه سوداګریز پلاوي، په کابل کې د دغه هېواد دایمي نندارتون پرانیست

په افغانستان کې د ایران دایمي لوی سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په پروان دو سیمه کې پرانیستل شو. دا مرکز په یوولسو پوړونو کې جوړ شوی او په هغې کې په بېلابېلو برخو کې ایراني توکي پلورل کېږي.

موږ غواړو له ایرانه ټکنالوژي وارده کړه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ددغه مرکز په پرانیستونکو مراسمو کې وویل: «د ایران له دوست هېواده زموږ تمه دا ده چې وکولای شو په لومړي ګام کې د تجارت بیلانس (انډول) برابر کړو او ایران ته د افغاني توکو د صادراتو جواز ترلاسه کړو.»

هغه زیاته کړه چې موږ غواړو له ایرانه لازیاته ټکنالوژي افغانستان ته وارده شي.

له بلې خوا، په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون، د ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د اساسي ګام د اخیستو په موخه پرانیستل شو. دا مرکز به له ایرانيو توکو او محصولاتو سره د افغان سوداګرو د بلدتیا ځای وي.»

کابل ته د ایران د شل کسیز تجارتي پلاوي راتګ

دا په داسې حال کې دي چې د ایران یو شل کسیز سوداګریز پلاوی د شنبې ورځې ناوخته کابل ته سفر وکړ.

د ایران د سوداګریز پلاوي غړي وايي چې په اوسني وخت کې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره له ۳۰ تر ۴۰ شرکتونو د نوم لیکنې کار بشپړ شوی او دا بهیر روان دی.

د ایراني پلاوي یو غړی محمد صادق قناد زاده وایي: «افغانستان زموږ یو ستراتیژیک شریک دی چې چې اوږدې تاریخي او کلتوري اړیکې او ځانګړې مذهبي او ټولنیزه علاقه مندي سره لري. له افغانستان سره زموږ د تعاملاتو یوه جدي نیمګړتیا په تېره بیا په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، په دې هېواد کې د فعال سوداګریز مرکز نشتوالی دی.»

ایرانیو رسنیو لیکلي چې دا مرکز به افغانستان ته ایراني صادرات زیات کړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د اقتصادي اړیکو نوی باب پرانیزي.

له دې مخکې د ایران د سوداګریز پراختیا سازمان د صادراتو د پراختیا مرستیال محمد رضا مودودي ویلي و چې په چین، عراق، افغانستان، سوریه، روسیه او آذربایجان جمهوریت کې به د ایران شپږ سوداګریز مرکزونه جوړ شي.

ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پیاوړې اراده لري

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال رضا نجاري هم ددې په بیانولو سره چې افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري وویل: «د روان کال (۱۴۰۱) په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او دوه سوه میلیون ډالره ده و دواړه هېوادونه د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره پياوړې اراده او هوډ لري.»

په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال په دې هېواد کې د ایران د سوداګریز مرکز پرانیستو ته په اشارې سره وویل: «په افغانستان کې د ایران د سوداګریز مرکز جوړېدل د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په تاریخ کې مهمه ښکارنده ده.»

اخوا، د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس محمد یونس مهمند هم د سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو د حل لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډو همکاریو په ټینګار سره وویل: «ددې وخت رارسېدلی چې دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د پياوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریزو چارو مرستیال هم ددې په بیانولو سره چې ایران د افغانستان لوی سوداګریز ملګری دی وویل: «په افغانتسان کې د ایران لوی سوداګریز مرکز، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د ظرفیتونو، پانګونې د فرصتونو، بازارموندنې، د ایران او افغانستان د توکو د معرفي کولو، د حقوقي او قانکي خدماتو د وړاندې کولو او په اقتصادي او سوداګریزو مسایلو کې د شرکتونو د ظرفیتونو په ګوته کولو مسوولیت پرغاړه ولري.»

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان په تېر یوه کال کې له ایرانه د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي چې له مخې یې ایران د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک بلل کېږي.

د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ ایران له طالب دیپلوماتانو هرکلی وکړ او په ایران کې یې د افغانستان سفارت مسوولیت دغې ډلې ته وسپاره او فضل محمد حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.