سوداګري

د اوبو د کمښت او سختې یخنۍ له امله د فراه د کروندګرو زیانونه

د فراه ولایت کروندګر وایي چې د اوبو د کمښت، سړې هوا او کیمیاوي سرې د بیې د لوړوالي له امله، د دوی کروندې د له منځه تلو په حال کې دي.

فراه د هېواد کرنیز ولایت ګڼل کېږي چې د ښه حاصل ورکوونکو او پراخو ځمکو په لرلو یې ډېر کرنیز حاصلات لرلي او نورو ولایتونو ته هم کرنیز توکي صادروي.

سږ کال په هېواد کې بې مخینې سړه هوا، د اوبو کمښت، د څاګانو وچېدل او د کرندګرو د کیمیاوي سرې د بیې لوړووالي کروندګر اندېښمن کړي او د دې لامل شوي چې یو شمېر یې له کرنیزو چارو لاس واخلي.

یخنۍ هر څه له منځه یوړل

شرف الدین په فراه ولایت کې یو کرندګر دی او د اوبو ستونزه په دې ولایت کې د کروندګرو اساسي ستونزه بولي.

هغه ددې په بیانولو سره چې شپږ کاله کېږي په فراه ولایت کې ډېر کم باران کېږي او سږ کال هم باران نه اورېدلی ترڅو په سیند کې اوبه زیاتې شوي وايي: «سره نشته، که پیدا هم شي ډېره ګرانه ده او موږ کروندګر یې د پېرلو وس نه لرو، د کرنې ریاست هم په روان کال کې کم امکانات زموږ په واک کې راکړي.»

دانش په روان ژمي کې سړه هوا د کروندګرو په زیان بللې او زیاتوي: «سږ کال کروندګرو په خپله ټوله شتمنۍ غنم او د کرلو تخمونه پېرلی او د هوا له سړېدو مخکې یې کرلي؛ خو سختې یخنۍ هر څه له منځه یوړل.»

 د بل څاه د کیندلو وس نه لرو

حبیب الله د فراه په دهک سیمه کې کرندګر دی. هغه په روان کال کې د ورښت کمښت ته په اشارې سره وايي: «غنم یخ ووهل، سیند وچ دی، ورښت نشته، په پشت رود کې د ۵۰ مترو په ژوروالی څاه ګان وچ شوي، نور د دې وس نه لرو چې بیا څاه وکیندو، څه ډول هیله من واوسو او کرکېله وکړو؟»

هغه زیاته کړه: «په فراه ولایت کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اړتیا وړ اوبه له هغه سینده برابرېږي چې د بخش آباد له بند څخه سرچینه اخلي؛ خو له بدغه مرغه د اوبو د دغه بند له جوړېدو هم هېڅ مالومات نشته، کروندګر سخت زیانمن شوي او حیران یو چې څه وکړو؟»

په فراه کې کرنه، د ښه والي په حال کې ده

په فراه ولایت د کرنیزو چارو کارپوه او مدني فعال کیهان راسخ آمو ته وویل: «د فراه زیات شمېر اوسېدونکي په کرنیزو چارو بوخت دي؛ خو د اوبو د کمښت ستونزې او د حکومت بې پامۍ کرنیزې چارې له بې مخینې ځوړتیا سره مخ کړې ده. د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې یو شمېر کروندګر کډه وکړي.»

راسخ زیاتوي: «۵۰ تر ۶۰ مترو ژور څاه ګان چې تېر کال د کروندګرو له خوا وکیندل شول، سږ کال وچ شوي او کروندګر د نورو څاه ګانو د کیندلو وس نه لري او ځینې یې اوبه پېري او دا چاره ورته ډېره ګرانه تمامېږي.»

هغه د بخش آباد بند د جوړولو کار د بشپړولو په اړه د حکومتونو پر بې پامۍ په نیوکې سره وايي: «له کلونو راهیسې حکومت وايي چې د بخش آباد بند د جوړولو کار روان دی؛ خو کار نشته او یا ډېر پڅ روان دی، د قراردادي شرکت یوازې څو وسایل په سیمه کې موجود دي او کار هم پرمخ نه دی تللی، په فراه کې کرنه د له منځه تلو په حال کې ده.»

د فراه په انار درې، پشت رود، قلعه کاه، بکوا او فراه ولسوالیو کې ښې حاصل ورکونکې ځمکې دي.

پنبه، غنم، پالک، مۍ او جوار د فراه مهم کرنیز محصولات دي، کروندګرو سږ  کال د اوبو د کمښت له امله یوازې ۴۰ سلنه محصول ترلاسه کړی دی.

دوی له طالبانو غواړي چې د بخش آباد بند د جوړولو کار په بشپړولو کې هڅې وکړي ترڅو په فراه کې کرنه وده وکړي.

موږ غوښتل په دې اړه د فراه ولایت د کرنې ریاست نظر هم ترلاسه کړو؛ خو دوی خبرو ته حاضر نه شول.