افغانستان

طالبان او امریکا یو بل د دوحې له تړونه په سرغړونې تورنوي

Photo: Reuters

د دوحې تړون د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په موخه لاسلیک شو، خو په هېواد کې لا هم تلپاتې سوله نشته او وګړي هم له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د لاسلیک په درېیمه کلیزه کې چې نن پر کابل سربېره د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې هم په یو لړ مراسمو سره ولمانخل شوه طالبان امریکا له دغه تړونه په سرغړونه تورنوي.

ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې ملي رادیو تلویزیون آمر امان الله وايي چې نړیوال د دوی په چارو کې په لاسوهنه تورنوي.

هغه زیاتوي: «موږ اوس هم شاهدان یو چې نړیوال د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او زموږ په کارونو کې لاسوهنه کوي.»

په دې غونډه کې د طالب مسوولینو ترڅنګ قومي مشرانو، فرهنګیانو او د پوهنتون استادانو هم ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد محمد ابراهیم د دوحې تړون د امریکا او د ناټو ماته بولي او له طالبانو غواړي چې د ننه په هېواد کې د خلکو ستونزو ته پام وکړي.

نوموړی وایي: «د دوحې تړون د امریکا او ناټو ماته وه او واقعیت دا دی چې هماغه ورځ د تېر جمهوریت د سقوط ورځ وه.»

لیکوال او د پوهنتون استاد محمد ګلاب توحیدیار هم وایي، که پر هوکړه منظم عمل شوی وای ښايي افغان ولس اوس له روان وضعیت سره نه وای مخ شوي.

د ننګرهار اوسېدونکی هارون شېرزاد طالبان ګرم بولي او وايي، د حوت ۹مه د هېواد د ملي سرتېرو ورځ وه خو طالبانو د هېڅ یوه سرتېري پوښتنه ونه کړه چې په تېر نظام کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: «طالبان دې ځانونه سپین بازان  نه بولي، دا منو چې یو څه امن دی، خو خلک له رواني اړخه تر فشار لاندې دي، د ښځو تعلیم او کار، د خلکو حقونه او له نړیوالو سره سیاسي تعامل هغه څه دي دوی ورته پام نه کوي.»

سره له دې چې طالبان امریکا او نړیوال د دوحې له تړونه په سرغړونه تورنوي، خو افغانان بیا طالبان ګرم بولي چې په هېواد کې یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي او ښوونځي او پوهنتونونه یې د دوی پرمخ تړلي دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون کابو درې کاله مخکې د ١٣٩٨کال د کب په ۱۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو په استازیتوب د ملابرادر او امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شو.

که څه هم د دوحې له تړونه درې کاله تېرېږي خو په دې موده کې طالبان او امریکا یو بل له دغې هوکړې په سرغړونې تورنوي.

د کارپوهانو په وینا، د ښځو، مدني آزادیو او زده کړو په ګډون ټول موارد د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې شامل دي، خو د طالبانو له خوا دغو مواردو سرغړونه شوې ده.

د نظر خاوندانو په باور له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو بشپړ وتل، د جمهوري نظام سقوط او په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمني ددې تړون پایلې وې چې افغان ولس یې ګڼو ستونزو سره مخ کړ.

په دې تړون کې امریکا هوکړه کړې وه، چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي او طالبانو ژمنه کړې وه، چې د القاعده ډلې په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي. امریکا طالبان تورن کړي چې له دغه تړونه یې سرغړونه کړې او د القاعدې ډلې په ګډون له بېلابېلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او پر ښځو یې محدودیتونه زیات کړي دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې کړې او په دې وروستیو کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ وتړلې، همدارنګه په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو چې په دې سره ګڼ شمېر مرستندویه بنسټونو خپل فعالیتونه درولې چې له بې وزله کورنیو سره د مرستې بهیر هم ټکنی شوی دی.