سوداګري

ننګرهار کې د لوړو ګمرکي تعرفو له امله د شوکاڼي پروسس د ۳۶ کارخونو تړل کېدل

په ننګرهار ولایت کې د شوکاني پروسس د کارخونو مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د ګمرګي تعرفو د لوړوالي له امله د شوکاڼي له کابو ۴۸ کارخونو یوازې ۱۲ یې فعالې دي او نورې تړل شوې.

دوی زیاتوي، په دغو کارخونو کې زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې اوس سلګونه دغه کارګر وزګار شوي دي.  

ننګرهار کې د شوکاني کارخونو د ټولنې رییس عبدالوهاب وايي، په دې وروستیو کې د ګمرګې تعرفو د لوړوالي او يو شمېر نورو ستونزو له امله د شوکاڼي له کابو ۴۸  کارخونو یوازې ۱۲ یې فعالې نورو یې خپل فعالیتونه درولي دي چې د شوکاڼي کاروبار اویا سلنه کم شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «یو دا چې د کانونو وزارت لومړی تعرفه ۶۰۰ وه اوس تر ۱۸۰۰ ته لوړه شوې، په هره برخه کې تعرفې یو په پنځه لوړه شوې او همدا لامل و چې د شوکاڼي کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی او اوس هم تمه لرو چې ستونزې حل او کاروبار مو بېرته ښه شي.»

په دې ولایت کې د شوکاڼي پروسس د کارخونو یو شمېر مسوولین هم له دې ستونزې کړېږي او له طالبانو یې د حل غوښتنه کوي.

خوشحال خان د شوکاڼي پروسس د یوې کارخونې خاوند خوشحال خان وايي: «کله چې کار نه وي، تعرفې لوړې شي، نو خلک مجبور دي کارخانې وتړي او کاریګرو ته ځواب ورکړي.»

حاجي محمدامین هم د شوکاڼي د پروسس کارخونه لري او وایي، د جمهوریت پرمهال پر دوی د حکومت او طالبانو ګده تعرفه ۱۵۰۰ افغانۍ وه خو په وینا يې د طالبانو په واکمنېدو سره دا تعرفه ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «قراردادونه او تعرفې لوړې شوې، مخکې د جمهوریت او طالبانو ګډه تعرفه ۱۵۰۰ افغانۍ وه خو اوس یوازې د طالبانو ۱۸۰۰ ته لوړ شوې له همدې امله موږ کار نه شو کولای.»

د دغو کارخونو د تړل کېدو له امله لسګونه کسان هم وزګار شوي دي.

هغه کارخونې چې اوس هم کاریګر لري د تعرفو د لوړوالي په اړه اندېښمن دي او وېره لري چې دوی هم خپل کارونه له لاسه ورنه کړي.

ضیاء الرحمن د شوکاڼي د پروسس په یوه کارخونه کې کار کوي وایي د تعرفې د لوړوالي له امله يې تر پخوا کاروبار یو څه ټکنی شوی دی.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د وزګارو کسانو د ګمارلو په موخه د شوکاڼي د پانګه‌والو او سوداګرو پر وړاندې شته حل کړي.

ضیاءالرحمن زیاتوي: «کار کم دی، هېڅ نشته بس ګوذاره کوو، که ريښتیا ووایم د طالبانو په راتګ سره زموږ کارونه په ټپه درېدلي دي.»

له بله پلوه، د ننګرهار په ګمرک ریاست کې د طالبانو مسوولین بیا وایي، د تېر په پرتله یې د شوکاڼو پرکارخونو تعرفې راکمې کړې دي.

د شوکاڼي کانونه د ننګرهار د سپین غر لمنې په ۷ ولسوالیو کې دي، چې  له ایستلو وروسته د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې پروسس کېږي او بیا پاکستان او يو شمیر نورو ګاونډيو هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان شوکاڼي چې تر ډېره د ماشومانو د پوډرو او شاوخوا ۷۰ نورو برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، د نړۍ په بازارونو کې هم ډېر مینه وال لري.

ننګرهار، پروان، کندهار، کابل او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د تالک یا شوکاڼي کانونه پکې موجود دي.