د کابل ښار د شیریني جوړولو په یوه کارخونه کې، څو ځوانان په کار بوخت دي چې ټول له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغ شوي دي.
وزګاري او ناوړه اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې دغه ځوانان د ښوونځي او پوهنتون له بشپړولو وروسته مجبور شي د شیریني جوړولو په دې کارخونه کې کار وکړي.
۲۵ کلن ځوان ذاکرالله نوري چې د شیریني جوړولو په دغه کارخونه کې کار کوي، د یوولس کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابرونکی دی او د ورځې لس ساعته کار کوي.
هغه او همکاران یې د ورځې کابو سل کیکونه په دې تولیدي کارخونه کې تولیدوي او د اختر او نورو مناسبتونو په ورځو ۲۴ ساعته کار کوي.
نوري وايي: «د شپې له خوا کله چې کور ته ستنېږم، د ستومانۍ او بدن د درد له امله خوب نه شم کولای، ټوله ورځ ولاړ او په چټکه توګه له کومې تېروتنې پرته کار آسانه نه دی.»
محمد رفیع بل ځوان دی چې ډاکتري یې لوستې او اوس د شیریني جوړولو په دې کارخونه کې کیکونه چمتو کوي.
هغه وایي: «که پوهېدای چې له دومره کلونو درس او هڅو وروسته کیک پخوونکی کېږم، هېڅکله به مې قلم په لاس کې نه و اخیستی.»
د هغه په وینا له طب پوهنځي له فراغت وروسته، درې کاله د مسلکي کار او په یوه دولتي روغتون کې ګمارلو په لټه کې دی؛ خو نه دی توانیدلی چې په خپله څانګه کې کار پیدا کړي او له همدې امله اړ شوی چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره، د شیریني جوړولو په کارخونه کې کار وکړي.
په دې ځای کې د هغه دوستان او همکاران نوموړی ډاکتر بولي.
محمد رفیع وویل: «کیک جوړوم؛ خو داسې شېبه به نه وي چې پر طبابت فکر ونه کړم، کله چې لا پوهنتون ته نه وم تللی، که به چا رانه پوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې غواړې څه کاره شې؟ ورته ویل به مې ډاکتر. دغې هیلې ته د رسېدو لپاره مې ډېرې هڅې وکړې؛ خو اوس مې ټولې هیلې تر خاورو لاندې شوې، په افغانستان باید د ژوندي پاتې کېدو لپاره کار وکړې او خپلې هیلې په کتابونو کې پرېږدي.»
په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، په هېواد کې د وزګارۍ کچه لوړه شوې او دا وضعیت د دې لامل شوی چې ډېری کسان له هېواده وتلو ته اړ شي او یو شمېر نور چې په هېواد کې پاتې دي، د ژوندانه د اړتیاوو برابرولو لپاره سخت کارونه وکړي.