افغانستان

پاکستان د تورخم دروازې پرانیستو ته حاضر نه شو

طالبانو چې د تورخم دروازه د خلکو پرمخ تړلې وه تېره ورځ یې ژمنه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ به دا دروازه پرانیستل شي.

خو داسې ښکاري چې پاکستان د دې لارې پرانیستو ته حاضر نه دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر بنجشنبې د کب په څلورمه اعلان وکړ چې تورخم دروازه له پرانیستو لږ وروسته بېرته وتړل شوه.

په تورخم کې یو شمېر مسافرو آمو ته وویل چې طالبانو تورخم دروازه د پنجشنبې په سهار نهه بجې تورخم دروازه پرانیسته، خو پاکستان دا دروازه خلاصه نه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې سرچینو آمو ته وویل چې اسلام آباد تراوسه د تورخم دروازې د پرانیستو په اړه تصمیم نه دی نیولی.

له بلې خوا، په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال ظهیرالله فضل آمو ته وویل: «زموږ له د دروازې د پرانیستو په اړه ستونزه نشته، خو له پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي، موږ له هېوادوالو غواړو چې د دې لارې تر پرانیستو دې ځاي ته ورنه شي.»

راحت الله سنګین چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ته په تمه دی ترڅو پاکستان ته ولاړ شي او هلته د خپل ناروغ درملنه وکړي خو نن یې هم اجازه ترلاسه نه کړه.

نوموړی زیاتوي: «نن پنځمه شپه ده چې دلته په تمه یم،  طالبانو لار خلاصه کړه، خو اوس پاکستان لاره بنده کړې ده.»

اسماعیل چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره پاکستان ته روان دی غواړي، چې پر کوچنیو مسایلو دې دواړه حکومتونه ناندرۍ نه وهي او دروازه دې پرانیزي.

هغه وايی: «غوښتنه مې دا ده چې دواړه لوري چې نه بېلېدونکي ولسونه دي دروازه دوی نه شي سره جلا کولای.»

د تورخم دروازه یکشنبې د کب په لومړۍ نېټه د طالبانو له خوا وتړل شوه.

په تورخم کې د طالبانو د امنیت مسوول سید کریم الله د طالبانو له خوا د دې دروازې دتړلو لامل پر خپلو ژمنو د پاکستان نه عمل کول بولي هغه پاکستاني پوځیان یې له ناروغانو سره په ناوړه چلند تورن کړي دي.

پاکستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان یو لوی سوداګریز ملګری بلل کېږي. افغانستان له پاکستان سره پنځه سوداګریز بندرونه لري چې تورخم د سوداګریزو راکړو ورکړو له پلوه تر ټولو مهمه لاره بلل کېږي.