روغتیا

په لومړي ځل کندهار کې د زړه پرانیستی جراحي عمليات

۵۵ کلن ملا حمدالله د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې تازه يې ددغه ولایت په يوه خصوصي روغتون کې د زړه د رګونو خلاصولو بريالی جراحي عمليات کړی دی.

حمدالله وایي، د پاکستان په پرتله یې په هېواد کې دننه عمليات بريالی او په کم لګښت ترسره شو.

هغه زیاتوي: «دغه عملیات پاکستان کې په اته سوه زره کلدارې ترسره کېده، خو دلته وړيا وشو، زه د ډېرې مودې راهیسې له دې ناروغۍ کړېدم.»

د ملا حمدالله خپلوان نوراحمد بيا وایي: «اوس هېواد کې د روغتيا په برخه کې اسانتیاوې زياتې دي، باید نور د ګاونډیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې درملنه وکړو.»

له پلازميني کابل وروسته په کندهار کې د زړه دغه ډول پېچلی جراحي عمليات ترسره کېږي.

د دې روغتون جراح ډاکتر احسان الله مدد فضلي وایي، دا مهال د دغه ډول پېچلو جراحي عملياتو لپاره په هېواد کې دننه امکانات په زیاتېدو دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ د زړه ددغه عملیات لپاره داسې ماشينونه وکارول، چې وينه له غلظت څخه باسي او بيا عمليات ته لار هواروي، چې موږ اوس دا وسایل لرو.»

کندهار کې د مهمند په نوم نړيوال خصوصي روغتون مشر حاجي صديق مهمند وایي، هڅه کوي د روغتيا په برخه کې په لا زياتې پانګونې سره ګاونډيو هېوادونو ته د تلو پر ځای په هېواد کې د ننه د معياري درملنې امکانات برابر شي.

هغه زیاتوي: «کله، چي مو دلته پانګونه کوله همدا مو نیت و، چې هېوادوال نور د روغتیا په برخه کې ګاونډيو هېوادونو ته له احتياجه خلاص کړو، چې ورځ تر بلې له نېکه مرغه دغه هدف ته نژدې کېږو.»

کندهار کې د زړه د رګونو د خلاصولو جراحي عمليات داسي مهال ترسره کېږی، چې هره ورځ زرګونه هېوادوال د سپين بولدک او تورخم له لارو د درملني په موخه پاکستان ته ځي، چې تازه پاکستان د افغان ناروغانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې او د سپین بولدک پر لاره هم تګ راتګ ستونزمن شوی دی.