سوداګري

په هرات کې سړه هوا او د کروندګرو ډېر زیان

په هرات کې کروندګر وايي چې په افغانستان کې کمسارې یخني د دې لامل شوې چې د دوی ټول کرنیز حاصلات له منځه ولاړ شي.

دوی په دې موسم کې د چغندرو، کرمو، ګلپي، شلغمو او ګازرو په شان محصولات راټولوي او ددغو محصولاتو په پلورلو د ژوندانه اړتیاوې پوره کوي.

اوس د دوی د محصولاتو په یخ وهلو سره دغه کروندګر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یو کروندګر عبدالقیوم وایي: «پر هر جریب ځمکه مو له ۳۰ تر ۳۵ زره افغانۍ لګولې او ددې ترڅنګ مو ځمکه په اجاره نیولې او د کال ۲۵ زره افغانۍ ورکوو، اوس چې هوا سړه شوې زموږ ټول کښتونه یخ وهلي، پر دوه جریبه مو کرم کرلي و ټول یخۍ هوا خراب کړل او سخت یې زیانمن کړو.»

د هرات یو بل کروندګر بشیر احمد چې عبدالقیوم ته ورته کیسه لري: «سږ کال له کښتونو راضي نه یو، وضعیت ډېر خراب دی؛ ځکه چې زموږ حاصلات ټول یخ وهلي او هېڅوک زموږ حاصلات نه پېري، تېر کال مو کښتونه ښه وو؛ خو سږ یخ وهلي، زه له موسسو غواړم چې مرسته راسره وکړي.»

په هرات کې د کرنیزو توکو د یخ وهلو ترڅنګ، دوی د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري او وایي: «موږ سږ کال ډېرې پیسې ولګولې؛ خو اوس چې زموږ حاصلات یخ وهلي څوک یې نه پېري.»

له بلې خوا، د هرات ولایت د کرنې رییس پیرمحمد حلیمي وایي چې د دوی د شمېرو له مخې، د دې ولایت د کروندګرو اویا سلنه محصولات د سړې هوا له امله زیانمن شوي او له منځه تللي دي چې کروندګرو ته له دې امله سخت زیان رسېدلی دی.

نوموړی زیاتوي چې د کروندګرو دا ستونزې یې د طالبانو ادارې له مرکزي مسوولینو سره شریکې کړې او ډېر ژر به له زیانمنو کروندګرو سره مرستې وشي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په دې ولایت کې پر شپږ زره هکتاره ځمکه سبزیجات کرل شوي دي.

دغې ادارې اټکل کړی چې په نوموړې ولایت کې به څه د پاسه اتیا زره ټنه سبزیجات ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې روان ژمی ډېر سخت او بې مخینې و؛ ددغې سړه ژمي له امله د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.