سوداګري

د سږ کال په ژمي کې د بامیان د هوټلونو د عوایدو کمښت

بامیان کې د دوو مشهورو رستورانتونو خاوندان وایي، چې په تېر یوه نیم کال کې یې د پېردونکو شمېر کم او په سږ کال په ژمي کې د هغوی عاید صفر ته نږدې شوی دی.

عبدالله په بامیان کې د «ای خانم» رستورانت مدیر دی. هغه څو کاله کېږي چې په دې ښار کې هوټل لري، نوموړی دې ته په اشارې چې سږ کال د کاروبار وضعیت ډېر خراب دی وویل: «د پوهنتونونو تړل کېدو، د خلکو د عوایدو کمښت، د نجونو پروړاندې د محدودیتونو له امله که څه هم موږ د ښځو او نارینه‌وو لپاره جلا برخې لرو او بې‌مخینې یخیني د دې لامل شوې چې په دې موسم کې د پېردونکو شمېر کم شي.»

بامیان د تاریخي اثارو له دې جملې د بامیان بُتانو په لرلو په وروستیو کلونو کې د ډېرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه و. دا شرایط د دې لامل شوي، چې خلک د مسافرانو او سیلانیانو د ښه کوربتوب لپاره د رستورانتونو، چای‌خونو، مسافرخونو او نورو امکاناتو برابرولو ته مخه کړي.

«لبخند کافه» د بامیان یو له هوټلونو دی چې تر ډېره پېردونکو ته سیمه‌ییز خواړه چمتو کوي.

څلور کاله کېږي چې دغه رستورانت د بامیان ښار په شهرنو کې فعالیت کوي او د دې هوټل خاوند په تېر یوه نیم کال کې د خپل عاید له کمېدو سرټکوي.

د لبخند رستورانت خاوند هادي مرتضوي وایي: «پخوا زموږ عواید ښه وو او د ۴ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه. خو اوس ډېره موده کېږي چې د جمهوریت دورې په څېر د پېردونکو ګڼه‌ګوڼه نشته او د کارکوونکو شمېر مو هم کم شوی دی.»

هغه وویل: «یوازې زه او یو بل کس د هوټل کارونه پرمخ وړو.»

دغه هوټل ته نږدې د «شهمامه» په نوم یو بل ځایي هوټل هم شته چې د یوې ښځې له خوا مدیریت کېږي.

د دغه رستورانت خاونده نیکبخت مهدوي وایي: «له سیاسي بدلونونو وروسته اړ شوم چې نارینه مدیر وګومارم او د شته شرایطو له امله خپله رستورانت ته ډېره نه راځم یا د ښځو په برخه کې وم.»

هغه دوام ورکړ: «موږ په خپل رستورانت کې د ښځو لپاره جلا او د نارینه‌وو لپاره جلا برخې لرو. ډېری پېردونکې مو ښځې دي. کله چې زه خپله دلته وم ښځو د راحتۍ احساس کاوه او ډېرې راتلې. خو اوس چې ښځې په کور شوې دي او پوهنتونونه تړلي، موږ هم پېردونکې نه لرو او ان د دې ځای د کرایې ورکول راته ستونزمن شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې وروستي سیاسي بدلونونه د خلکو د اقتصادي ستونزو د زیاتوالي لامل شوي او هېواد کې بېوزلي په بې‌مخینې توګه زیاته شوې ده. له بلې خوا طالبان د هېواد پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په لګولو سره د دې لامل شوي چې د ټولنې دغه برخه د پخوا په څېر په هره برخه کې حضور ونه‌لري.