سوداګري

په تېرو څو ورځو کې د سونتوکو د بیو له لوړېدو د کابل ښاریانو شکایت

یو شمېر کابل ښاریان په وروستیو اونیو کې د سونتوکو د بیو د لوړېدو خبر ورکوي او وايي چې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله، د دغو توکو د پېرلو وس نه لري او مجبور دي چې ژمی په یخنۍ کې تېر کړي.

نه پوهېږم څه ډول لګښتونه پوره کړم

نصیراحمد ۴۵ کلن دی او د شپږو بچیانو پلار دی. هغه چې د کابل د خیرخانې سیمې یوه ګار پلورنځي ته راغلی ترڅو ګاز وپېري وايي: «په تېره یوه اونۍ کې د ګازو بیه لوړه شوې او زه نشم کولای د خپل ژوندانه اړتیاوې پوره کړم.»

نصیراحمد زیاته کړه چې یوه اونۍ مخکې ګاز کیلو په ۶۰ افغانۍ و؛ خو اوس اړ دی یو کیلو ګاز په اتیا افغانۍ وپېرم او له دې امله چې کافي پیسې نه لري، مجبور دی نیم کیلو ګاز وپېري.

نصیر احمد چې له اوسنیو ناوړه شرایطو په تنګ شوی او له زغملو پرته بله لاره نه لري، زیاتوي: «د ښار په واټونو کې پر کراچۍ کار کوم، مېرمن مې ناروغه دا او د ورځې له ۱۵۰ افغانۍ زیات کار نه شم کولای، نه پوهېږم څه ډول دغه لګښتونه پورته؟»

د کابل اوسېدونکی ذبیح الله چې د ټکسي چلوونکی دی د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وايي: «له سهاره تر ماښامه د کابل پر واټونو ټکسي چلوم، کاروبار نشته او آن نه شم کولای د موټر د تېلو پیسې ترلاسه کړم.»

هغه زیاته کړه: «ډېری ورځې نه یم توانېدلی کار وکړم او تش لاس کور ته راستون شوی یم او آن د موټر د عوارضو پیسې مې هم نه دي ګټلې.»

په تېره یوه اونۍ کې د سونتوکو د بیو لوړېدل

په تېرو ورځو کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه یوولس زره او ۵۰۰ افغانۍ وه؛ خو اوس څه باندې دوولس زره افغانیو ته لوړ شوي دي. د سون توکو پلورونکي د تېلو او سونتوکو د بیو د لوړېدو لامل پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږد بولي.

په تېرو وختونو کې د یو خروار لرګیو بیه اوه زره او ۷۰۰ افغانۍ وه؛ خو اوس یو خروار لرګي په اته زره افغانۍ پلورل کېږي. لرګي پلورونکي د هغې د بیې د لوړېدو لامل په پکتیا، خوست او نورستان ولایتونو کې د طالبانو له خوا د وچو او بې ثمره ونو د پرې کولو مخنیوی بولي.

همداراز په کابل کې د یو کیلو ګازو بیه اتیا افغانۍ ده چې کابل ښاریان یې لامل د ډالرو د ارزښت ثابت نه پاتې کېدل او د نړیوالو نرخو د لوړېدو له امله د ګازو د بیو لوړېدل بولی.

په اوسني وخت کې په کابل کې د یو لیتر پټرولو بیه اویا افغانۍ د یو لیتر ډیزلو بیه ۸۶ افغانۍ ده او د تېلو سوداګر د تېلو د زیاتوالي لامل له روسیې او حیرتان بندره د تېلو نه واردېدل بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه آصف ننګ په دې اړه وایي: «د کاري زمینو نشتوالی، د اقتصادي پروګرامونو به برابرولو کې کمزورتیا، د هېواد په سرچینو کې د سیمه ییزې ونډې نه شتون او د کوچنیو پانګونو او سوداګریزو کمښت چې له امله یې له ۱۴ میلیونه کاري ځواک څخه یوازې ۳،۴ میلیونه په نیمه مسلکي او په لږې وړتیا سره د کار په بازار کې په کار بوخت دي، په هېواد کې ناوړه پایلې دي.»

هغه زیاته کړه نړیوال بندیزونه او انزوا په هېواد کې د اقتصادي ستونزو اصلي لامل دی. بندیزونه د دې لامل شوي چې د کال په هرو څلور میاشتو کې کابو یو میلیون کسان د بې وزلو پر شمېر ورزیات شي.

موږ غوښتل د تېلو او سونتوکو د بیو د لوړېدو په اړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام آخوندزاده نظر ترلاسه کړو؛ خو له پراخو هڅو سره سره بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د لومړنیو توکو او اساسي اړتیاوو بیې په بې مخینې توګه لوړې شوې دي.