سوداګري

کونړ کې د طالبانو د بندیز له امله د ترکاڼۍ لسګونه کارخونې تړل شوې دي

په کونړ ولایت کې د طالبانو له لوري د لرګیو پر لېږد له بندیز وروسته د ترکاڼۍ لسګونه کارخونې تړل شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان وزګار شوي دي.

ترکاڼان وایي، دا بندیز له تېرو څلورو میاشتو راهیسې پرې لګېدلی او په وینا یې د طالبانو په اجازه یې خلکو ته ګڼ توکي جوړ کړي؛ خو اوس ورته د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.

محمد ګل صافی چې د ترکاڼۍ کارخونه لري وایي، د دې لپاره چې کارونه یې په ټپه ولاړ دي ۵ کارګر یې د مالي ستونزو له امله رخصت کړل.

هغه زیاتوي: «له موږ سره په دې کارخونه کې دوولسو تنو کار کاوه اوس ۷ ترې پاتې دي، دوی ته معاش نشو ورکولای ځکه مو رخصت کړل. موږ خلکو ته کارونه کړي دروازې مو جوړې کړې هیله لرو چې د کار اجازه راکړي تر څو خپل لګښتونه پوره کړو.»

ترکاڼان وایي، ډېری سوداګر له خلکو او هغوي پوروړي دي او که د مالونو لېږد ته اجازه ورنکړل شي ښايي له سختو ستونزو سره مخ شي.

حاجي څرګند وایي، په دې برخه کې لویه ستونزه د خلکو وزګاري ده، چې په خبره يې یوازې په تېرو ۴ میاشتو کې شاوخوا ۶ زره کارګر وزګار شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «ترکاڼانو او سوداګرو ته لویه ستونزه دا ده چې سوداګرو لرګي را ښکته کړل، موټر چلوونکي او مزدوران ترې پیسې غواړي، خو اوس د ترکاڼۍ کارونه درول شوي او کابو شپږ زره ترکاڼان او کارګران یې وزګار شوي دي.»

د ترکاڼیو یو شمېر خاوندان بیا وایي، له نورو ولایتونو یې د خلکو فرمایشونه اخیستي او اوس یې که ورته ونه رسوي ښایي پر دوی تاوان شي.

دوی زیاتوي: «په ځینو ولایتونو کې مو د خلکو فرمایشونه اخیستي اوس یې غوښتونکي دي، پلاستیکونه مو پرې اچولي، نو که یې ورته ونه رسوو دا به پر موږ تاوان شي.»

اخوا، په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، پر لرګیو د لېږد بندیز یې د مرکز په امر لګولی او لامل یې دا دی چې ترکاڼانو د کړنلارې خلاف کړنې کول چې بندیز پرې ولګاوه.

د کونړ د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس پیرحبیب الرحمن زیاتوي: «موږ کړنلاره جوړه کړې، کومه هوکړه چې سوداګرو سره شوې هغوی پرې عمل نه دی کړی نو ځکه مو پرې بندیز لګولی.»

سوداګر او ترکاڼان له طالبانو غواړي، چې په دې ولایت کې پر لرګیو لګېدلی بندیز پای ته ورسوي ترڅو وزګار کارګر بېرته په کار د خلکو لخوا ورکړل شوي فرمایشونه ورته ورسول شي.

په کونړ کې له کلونو راهیسې د لرګیو د قاچاق او نورو ولایتونو ته د لرګینو توکو د لېږد په برخه کې شکایتونه موجود دي، خو لا هم دې ستونزې ته بنسټیزه حل لار نه ده لټول شوې.