سوداګري

د وچې مېوې سوداګر: د وچکالۍ له امله مو پاکستان ته صادرات کم شوي

ننګرهار کې د وچې مېوې سوداګر وایي، دوی د تېرو کلونو په پرتله سږکال پاکستان ته د وچې مېوې په ځانګړي ډول ممپیلو ډېر کم صادارات لرل، چې لوی لامل یې په هېواد کې وچکالي او کم حاصل دی.

دغه سوداګر زیاتوي، هرکال به دوی پاکستان ته په ټنونو ممپلي صادرول خو سږکال یې هېڅ نه دي صادر کړي. په جلال اباد ښار کې د ممپلیو یوې کارخونې ته لاړو او هلته مو د دوی د کار او روان وضعیت په اړه وپوښتل چې سږکال له خپل کاره څومره راضي دي.

حاجي نصرت چې په جلال اباد ښار کې د وچې مېوې د ټولنې مرستیال او د ممپیلو پخولو کارخونه لري وایي، د تېر په پرتله یې کاروبار نیمایي ته راکم شوی.

هغه وایي، په تېرو وختونو کې د کروندګرو حاصلات ښه او دوی به په لویه کچه ممپلي پاکستان ته صادرول، چې سږکال حاصلات کم او د دوی د صادارتو کچه راټيټه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «سږکال سوداګرو او کروندګر له زیان سره مخ دي. که پخوا سل منه په یو جریب کې حاصل ترلاسه کېده سږکال ۴۰ منه وو، مخکې به مو پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرات لرل سږکال په ډېره کمه اندازه صادرات لرو.»

حاجي نصرت دغه راز د طالبانو له عشر ټولولو هم شکایت کوي او وایي ځينې وختونه پر مالیې سربېره ترې د عشر په نوم هم پيسې ترې اخلي.

هغه وایي، طالبانو ته یې د ماليې د زیاتوالي په اړه ډېر شکایت کړی خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

نوموړی زیاتوي: «زیات کسان راسره په کار بوخت دي، داسې وخت شوی چې مالیه والا هم پیسې غواړي، هېڅ غږ مو نه دی اورېدل شوی، عشر په پټي کې هم ورکول کېږي او بیا له موږ څخه هم اخلي.»

بل لورته بیا د دې کارخونې کارګر له کاره خوښ دي، خو د وسایلو د کمښت یادونه کوي.

احمد چې د ممپیلو د پخولو استاد دی وایي، کورني ممپلي ښه بازار او خوند لري خو په خبره یې د وسایلو د کمښت له امله سم نه ساتل کېږي او پاکول یې هم ستونزمن وي.

هغه وایي، که ورته پام وشي او د ساتنې په برخه کې منظم کار پرې وشي ښايي د نړۍ په کچه یې بازار ښه شي.

نوموړی زیاتوي: «زه دلته کار کوم د ورځې تر ۴۰۰ افغانۍ راکوي، ښه کار دی، خو وسایل نشته خاورې او دوړې زیاتې وي که وسایل راکړل شي او مسوولین راته پاملرنه وکړي دا پلي ښه بازار او مینه وال لري نو نړیوال بازار به هم پیدا کړي.»

سره له دې چې د ممپلیو کروندګر او سوداګر د سږنیو حاصلاتو د کمښت خبره کوي، خو د دې ولایت د کرنې ریاست مسولین بیا وایي، چې سږکال د ممپلیو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زیات دي.

د طالبانو د کرنې ریاست د صنعتي او تیلي نباتاتو مسوول یاسر دره نوري وایي اوسمهال د ننګرهار په ۷ ولسوالیو کې پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه د ممپلیو کرکیله شوې او تر ۵۱۶ ټنه حاصلات یې لرلي چې تېر کال حاصلات ۴۴۱ ټنه وو.

هغه زیاتوي: «د ننګرهار په ۷ ولسوالیو خوږګیاڼیو، پچیراګام، شېرزاد، هسکې مېنې، حصارک، چپرهار او غني خیلو کې تېر کال په ۲۱۰ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي وو، چې حاصل یې ۴۱۰ ټنه و، خو سږکال پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي چې حاصلات یې هم ۵۱۶ ټنه شوي دي.»

د کرنیزو چارو کارپوهان وایي، که طالبان په دغه ولايت کې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره يې معياري سړې خونې جوړې شي، تر ډېره به هېوادوال د کال په ټولو موسمونو کې د خپل هېواد کرنیزو حاصلاتو ته لاسرسی ولري.