سوداګري

زابل کې د مياشتې۷۰ زره کيلو د چرګانو غوښه تولیدېږي

اوسمهال په زابل ولایت کې د چرګانو د روزنې او توليد دېرش فارمونه فعال دي چې د شپږو نورو د جوړېدو لپاره هم هڅې روانې دي، خو لا هم د چرګانو د غوښې بیه لوړه ده.

د زابل د مرکز کلات اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې د کندهار په پرتله د چرګانو غوښه ۱۵۰ افغانۍ ګرانه پلورل کېږي.

د کلات ښار اوسېدونکی زلمی وايي چې د دې ولايت ډېری اوسېدونکی وزګار او له بېوزلۍ کړېږي چې د غوښې د پېرلو وس نه لري.

زلمی زياتوي: «د زابل ډېری اوسېدونکي وزګار او بېوزله دي او په لوړه بیه د غوښې د اخیستو وس نه لري، موږ د ورځې ۱۸۰ افغانۍ د مزدوري له لاري ګټو په دې پيسو د کورنۍ نورې اړتياوې نشو پوره کولای، د چرګ غوښې پېرل مو له وسه بهر دي.»

بل لور ته زابل کې د چرګانو غوښې پلورنکی هدايت‌الله بيا وایي، په دغه ولایت کې د غوښينو چرګانو توليد کم دی چې له همدې امله له کندهاره د چرګانو غوښه راوړل کېږي او په دې ولایت کې یې بیه لوړه ده.

هغه زياتوي: «موږ چې کله د کندهار او يا زابل له فارمونو چرګان اخلو د لارو د لګښت او چرګانو د دانې د بیو د لوړوالي له امله مجبور یو چې چرګان په لوړه بیه وپلورو.»

د زابل لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ريیس مولوي عطاءالله راشد وایي، د دې ولایت د چرګانو فارمونه د میاشتې له ۵۰ تر اویا زره کیلو ګرامه غوښه تولیدوي چې لا هم د خوښې له پلوه د کلات ښاریانو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

نوموړی زياتوي: «زابل کې د چرګانو ۳۰ فارمونه فعالیت لري، او شپږ نور تر کار لاندې دي، د چرګانو دغه فارمونه له ۴۰ تر ۵۵ ورځو د غوښې چرګان بازار ته وړاندې کوي، چې په دغو ورځو کې له ۵۰ تر ۷۰ زره کيلو غوښه توليدوي.»

پر همدې مهال د کلات ښاروالۍ مسوولين د نرخونو د کنټرول په موخه د يوې جوړې شوې کمېټې فعاليت د پیلېدو خبر ورکوي.

د کلات ښاروالۍ مرستيال ضياالحق زاهد وايي چې د زابل د ډېری فارمونو خاوندان د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي او چرګان د تجارت په موخه نورو ولايتونو ته لېږدوي.

زاهد زياتوي: «زموږ د نرخونو د کنټرول کمیټه وخت پر وخت له بازار څخه ليدنه کوي، خو د چرګانو د غوښو بيه ځکه لوړه ده چې د زابل د چرګانو د فارمونو چرګان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي چې له دې امله د غوښې بیه لوړه ده.»

زابل په تېرو کلونو کې د زياتې غوښې د توليد له پلوه شهرت درلود، خو د وچکالۍ او جګړو له امله دغه ولایت کې زيات شمېر کسانو خپل څاروي له لاسه ورکړي چې له همدې امله د غوښې بیه پکې لوړه شوې ده.