ښځې

زابل کې يوې مېرمنې د نجونو لپاره د جامو کنډلو کارخونه پرانيستې ده

د خیاطۍ په دغه کارخونه کې مېرمنو ته د ډول ډول جامو جوړولو زده کړه ورکول کېږي.

په دې ځای کې توليد شوې جامې یوازې په زابل کې پلورل کېږي، خو تمه کېږي چې په راتلونکي کې نورو ولایتونو ته هم ولېږل شي.

د خیاطۍ دا کارخونه د کلات ښار په لومړۍ ناحیه کې د اختر بي بي په نوم مېرمنې له خوا جوړه شوې ده.

اختر بي بي وایي، دا مرکز يې د درې سوه زره افغانیو په ارزښت جوړ کړی دی.

د اختر بي بي په خبره د مياشتې تر دوه سوه جوړه جامې جوړوي چې تر ډره په زابل کې پلورل کېږي.

نوموړې زياتوي: «په دغه مرکز کې موږ شاګردان هم روزو او ددې ترڅنګ له يو شمېر هټۍوالو سره د جامو ګنډلو قراردادونه کوو، خو د ژمي سړې هوا زموږ کارونه پيکه کړي تمه ده چې په نوي کال کې به مو کارونه وده وکړي.»

په دغه مرکز کې دا مهال له ښوونځي پاتې لس نجوني د جامو کنډلو په زده کړو بوختې دي.

د زابل مرکز کلات کې د خياطۍ په زده کړې بوختې نجونې له طالبانو غواړي چې د دوی پرمخ ښوونځي پرانیزي.

ددغه مرکز يو شاګرده اسما وايې چې د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې له دې لارې د خپلي کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

نوموړې زياتوي: «زه غواړم دلته کار زده کړم او له دې لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، زما په څېر نورې نجونې هم دلته کار کوي، موږ له حکومت (طالبانو ادارې) غواړو چې د نجونو په مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.»

د جامو ګنډلو مرکز يو بله کارکوونکې ملیحه وايي چې تر اتم صنف يې زده کړې کړې، خو که محدوديتونه ختم شي غواړي چې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړي.

هغه زياتوي: «موږ هره ورځ دلته راځو د جامو ګنډل زده کوو تر څو یو څه عاید ترلاسه کړو، له حکومت (طالبانو ادارې) او موسسو څخه غواړو چې له موږ سره ددې مرکز په وده او پراختیا کې همکاري وکړی.»

طالبانو واک ته له رسېد وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي او بيا پوهنتونونه وتړل چې د دوی دا پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.