افغانستان

افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا صادرات سبا بیا پيلېږي

انځور: رویټرز

د ازبکستان د انرژۍ وزیر وایي چې افغانستان ته د برېښنا صادرات چې د سړې هوا او په حرارتي مرکزونو کې د ستونزو له امله د لنډمهال لپاره پرې شوې وه، سبا د سلواغې پر پنځمه (د جنورۍ ۲۵) به بیا پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې کابل او ۱۱ نور ولایتونه برېښنا نه لري او هېوادوال په تیاره کې دي.

د هغه قرارداد له مخې چې د کابل او تاشکند ترمنځ لاسلیک شوی ازبکستان تر ۴۰۰ مېګاواټه زیاته برېښنا د افغانستان په واک کې ورکوي.

خو د ژمي په رارسېدو سره افغانستان ته د دغه هېواد صادارتي برېښنا لومړۍ ۷۵ ویګاواټه کمه شوه او وروسته په بشپړ ډول پرې شوه؛ هغه پېښه چې د لوړپوړو طالب چارواکو غبرګونونه یې وپارول.

د یکشنبې پر ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبکستان له خوا د افغانستان د برېښنا پر پرې کېدو نیوکه وکړه او له یاد هېواده یې وغوښتل چې د افغانستان د وارداتي برېښنا په اړه پر خپلې ژمنې ودرېږي.

په همدې حال کې د ازبکستان د انرژۍ وزارت د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د ازبکستان د برېښنا تخنیکي ستونزې له کابل سره شریکې شوې دي.

دغه وزارت ویلي چې افغانستان ته د برېښنا صادرات له سبا چهارشنبې ورځې وروسته بیا پيلېږي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «ټاکل شوې د روان کال د جنورۍ له ۲۵ افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا لېږد له سره پيل شي. زموږ په هېواد کې د هوا د سخت سړوالي له امله د حرارتي انرژۍ د مرکزونو لپاره د سونتوکو په تامین کې ستونزه؛ یعني د سونتوکو کمښت او بېلابېلې ستونزې رامنځته شوې وې چې افغانستان ته د برېښنا صادرات هم له همدې امله درول شوي وو.»

ازبکستان د ژمي په موسم کې افغانستان ته د برېښنا ترټولو مهم صادروونکی هېواد دی.

له ازبکستانه د افغانستان ۳۵ میلیون ډالري پور

د برېښنا شرکت د مخکینیو چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان د جمهوریت پرمهال له  ازبکستانه له ۳۵ تر ۴۰ میلیون ډالرو د برېښنا له امله پوروړی و.

د برېښنا شرکت مخکینی رییس امان‌الله غالب وايي چې په وروستیو ورځو کې پر افغانستان د ازبکستان له خوا د برېښنا پرې کول ډول ډول عوامل لري.

ښاغلي غالب وویل: «د ازبکستان د برېښنا شرکت یو خصوصي شرکت دی، هغوی تېل او ګاز له نورو خصوصي شرکتونو پېري. که د افغانستان برېښنا شرکت پيسې ورنه‌کړي، هغوی په سمه توګه تېل نه شي پېرلای.»

افغانستان له کلونو راهیسې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران سره د برېښنا د پېرلو قرارداد کړی او دغه قراردادونه هر کال غځول کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۲ تاشکند کې له ازبکستان سره د برېښنا قرارداد لاسلیک کړ او له هغې وروسته د ۲۰۲۳ د جنورۍ پر لسمه نېټه یې په ترکیه کې له تاجکستان سره ورته قرارداد لاسلیک کړ؛ خو دغو دوو قراردادونو د افغانستان د برېښنا د کموالي ستونزه هواره نه کړه.

پرون دوشنبه ورځ طالبانو له ترکمنستان سره د برېښنا د وارداتو قرارداد تمدید کړ چې په ټوله کې د منځنۍ اسیا درې هېوادونه افغانستان ته نږدې زر میګاواټه برېښنا صادروي.