ښځې

له طالبانو د دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه: نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړئ

د کونر ولایت په مرکز اسدآباد کې د دې ولایت ګڼ شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې پرمهال د زده کړو او تعلیم پر ارزښت ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د نجونو پرمخ د زده کړو او تحصیل محدودیت لیرې کړي.

د غونډې برخه والو په خپلو ویناوو کې د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او وې ویل چې یوازې د زده کړو له لارې هېواد پرمختګ کولای شي.

دوۍ زیاته کړې چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه د تعلیم په ارزښت پوهیږي او تل هڅه کوي چې راتلونکي نسلونه یې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال شي.

ویناوالو همداراز وویل، زده کړه د ټولو لپاره اړینه ده او پکار ده چې نارینه او ښځینه دواړه ترې برخمن شي ځکه یوازې نارینه نشي کولای چې د هېواد جوړونې او بېلابېلو برخو کې ولس او ټولنې ته خدمت وکړي.

د غونډي یو ګډونوال شرافت شرفزوي وايي: «په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخنیوی یو زړه بوږنونکی عمل دی او دې چارې افغانان او نړیوال سخت حیران کړي دي.»

نوموړی زیاتوي: «پرمختللي هېوادونه د زده‌کړو مخنیوی نه کوي او په ارزښت يې هم پوهېږي ځکه که ښځې او نارینه دواړه زده کړې وکړي نو ډېر ژر به افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي. په اوس وخت کې افغانستان تر بل هر څه پوهنې او زده‌کړو ته اړتیا لري باید هر وګړی په علمي ګاڼه سمبال شي تر څو د نورو هیوادونو سره په دغه برخه کې سیالۍ وکړو.»

دیني عالم مولوي فضل مولا بیا د تعلیم او پوهي په ارزښت د اسلام مبارک دین په رڼا کې تفصیلي خبري وکړې هغه وویل: «په اسلام کې لومړنۍ امر د زده‌کړو دی او باید په اسلامي روحیه او اسلامې کلتور زده‌کړو ته زمینه برابره شي. په افغانستان کې روان حالت د اندېښني وړ دي او موجوده حکومت (طالبانو اداره) دې د نجونو پروړاندي د تړلو دروازو غمه وخوري.»

هغه زیاتوي: «د نجونو پروړاندي د ښونځیو د دروازو تړل د حل‌لار نه ده باید له داسي لارې کار واخیستل شي، چې دنجونو او نارینه‌وو د زده‌کړو لپاره یو منظم سیستم جوړ شي. ترڅو ټول ترې په ګډه استفاده وکړي.»

د دغې غونډې ټولو ویناوالو د طالبانو له ادارې وغوښتل، چې نور دې د نجونو حق ورکړل او پروړاندې یې لګول شوي محدودیتونه لیري شي.

د ویلو ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مېرمنو پر کار او زده‌کړو بندیز لګولی دی، چې دغې چارې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه هم راپارورلي دي.