د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو په ملاتړ د تېرې ورځې د لاریونونو پر مهال پر رامنځته شوي تاوتریخوالي او ډزو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي کرزي په خپله رسمي بیانیه کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو او د اعتراض کوونکو د ځپلو په غبرګون کې لیکلي، چې زموږ هېوادوال او په ځانګړي ډول ښځې په خپله خاوره کې د ارام او باوقاره ژوند حق لري.
پخواني ولسمشر په هېواد کې د روان وضعیت د سمون غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده: «زموږ ټولنه آرامۍ او له خوشحالۍ او دوستۍ ډک ژوندانه ته اړتیا لري.»
نومړي ویلي ضروري ده چې د افغانستان د ټولو خلکو خصوصاً د گران هیواد د پتمنو میرمنو عزت او احترام په کامله توگه په ځای وي او په خپل وطن کې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي.
دا غبرګونونه په داسې حال کې راپورت کېږي چې تېره ورځ په هرات کې د امربالمعروف د محتسبینو لخوا د نجونو او ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې پراخ ولسي لاریونونه وشول.
دا ولسي اعتراضونه د طالبانو لخوا پر ډزو بدرګه شول چې پکې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
ملګرو ملتونو (یوناما) پهدې وروستیو کې په هرات کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو نیول کېدل تایید کړي، خو ځانګړو سیمه ییزو چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.
