د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو تېرې شپې هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دغه هېواد په سیمه کې د خپلو «ناسنجول شویو سیاستونو او خصمانه کړنو» له عواقبو سره لاس او ګرېوان دی.
ښاغلي کرزي په خپله رسمي ایکس پاڼه کې د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ د څرګندولو ترڅنګ لیکلي، چې پاکستان باید پوه شي چې د دا ډول تګلارو دوام او تعقیب به هغوی هېڅکله خپل هدف ته ونه رسوي.
پخواني ولسمشر د کابل او اسلاماباد ترمنځ پر متمدنو اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان خیر په دې کې دی چې د افغانستان په وړاندې د جګړې او ورانکارۍ له پالیسۍ لاس واخلي او د حسن همجوارۍ او متمدنو اړیکو لاره غوره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د دغو بریدونو پخلی کړی او ادعا یې کړې چې په کنړ، خوست او پکتیکا کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د مجاهد په وینا، پاکستاني الوتکو د ملکي خلکو کورونه ویشتي دي، خو پاکستان تر اوسه په رسمي ډول پهدې اړه چوپتیا غوره کړې ده.
