سوداګري

کندز کې د اقتصادي ستونزو په لړ کې د سرو زرو د پېر پلور کمښت او د سپينو زرو د پلور زیاتوالی

جواد الله د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې د ملي اردو سرتېری و. هغه کابو دوه کاله کېږي چې د خپلې ترور له لور سره کوژده کړې.

جواد واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په کندز ښار کې هټۍ لري. له خپلې کوژدې د یو نیم کال په تېرېدو سره لا هم نه دی توانېدلی چې د واده پیسې پوره کړي.

جواد وايي چې د ناوې کورنۍ د سرو زرو د اخیستو غوښتنه لري خو نوموړی د ناوې لپاره د څو ګوتمیو او غاړکیو د پېرلو وس نه لري.

هغه وویل: «سره زر د ناوې د کورنۍ لپاره ډېر مهم دي، زه یوازې دومره پیسې لرم چې مېلمنو ته ډوډۍ تیاره کړم او د کور وسایل وپېرم. خو نشم کولای چې بنګړي، لاسبند، اته ګوتمۍ او نور سره زره وپېرم. له همدې امله تراوسه همداسې ګوژدن پاتې شوی یم او که همداسې دوام وکړي ښايي څو کاله نور هم واده ونه شم کړای.»

په کندز کې نقره پلورونکي د خپل کاروبار ښه کېدو ته اشاره کوي او وايي چې په وروستیو میاشتو کې، د دوی پلور زیات شوی او د سپینو زرو د پېرلو لپاره غوښتنه شوې زیاته شوې ده.

د کندز د زرګرۍ په بازار کې تنکي ځوانان له خپلو پلرونو سره په کار بوخت دي او له سپينو زرو ګاڼې جوړوي.

د سپینو زرو د صنعت کارانو په وینا، د دوی د پلور د زیاتوالي یو لامل، د خلکو د اقتصادي ستونزو زیاتوالی دی؛ ځکه خلک په اوسني وضعیت کې د سرو زرو د پېرلو وس نه لري.

د کندز یو زرګر عبدالجمیل وایي: «د سپینو زره صنعت اوږده مخینه لري، دا زما د پلار کسب دی، زموږ پلرونو هم دا کار کړی، په تېرو وختونو کې زموږ د کار وضعیت
ښه و؛ ځکه سره زر نه و او خلکو تر ډېره سپین زر کارول. وروستي بدلونونه د خلکو د اقتصاد د کمزوري کېدو لامل شوي او د سپینو زرو پېرلو ته یې مخه کړې ده.»

زرګري په تېره بیا د نقره يي ګاڼو جوړول په کندز کې اوږده مخینه لري. دا ولایت د د کرنیزو محصولاتو ترڅڼګ په صنعتي برخه کې مخکې دی او خلک یې لا هم د لرغونو صنایعو د ژوندي ساتلو لپاره هڅې کوي.

په کندز کې د سپینو زرو پلورونکي وایي، سره له دې چې د ګاڼو جوړولو ماشینونه بازار ته راغلي؛ خو سره له دې دوی ډول ډول ګاڼې په لاسونو جوړوي؛ ځکه خلک په لاس جوړو شویو محصولاتو سره علاقه لري.

د کندز د سپینو زرو یو کاروبار کوونکی وايي: «بایو ووایو چې په دې ورځو کې د سرو زرو په پرتله د سپينو زرو پېرل زیات شوي؛ ځکه چې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی. دوی سره زر نه شي اخیستی او له همدې امله اوس د سرو زرو پرځای سپین زر کارول کېږي.

محمد عارف د کندز ولایت یو بل زرګر دی چې څه د پاسه ۲۵ کاله کېږي په دې برخه کې فعالیت لري. هغه وايي، په هېواد کې بدلونونو ته په پام سره، خلک د سرو زرو د اخیستو پرځای، د ناوې لپاره هم سپین زر اخلي.

په کندز کې د زرګرۍ صنعت له یوه بل نسل ته رسېدلی او دا بهیر لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې دي چې د زرګرۍ صنعت د افغانستان په تېره بیا د کندز د خلکو لرغونی صنعت دی.

د زرګرانو په وینا، په تېرو څو کلونو کې د ګاڼو په جوړولو، بڼې او ډیزاین کې ډېر بدلونونه راغلي او د نویو دستګاوو په جوړېدو سره، په دې برخه کې زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.