ښځې

موسمي بدلون او د اوکراین جګړه د اقتصاد د نړیوالې ټولګې د ناستې چورلیز

د فنلنډ لومړۍ وزیرې سنا مارین وايي، که روسیه د اوکراین په جګړه کې بریالۍ شي، ددې ښودنه به وکړي چې پر بل هېواد برید ځمکې یا طبیعي سرچینو ته د لاسرسي لامل کېږي.

هغه وايي، اروپا او نورې لوېدیځې ډیموکراسۍ باید دا روښانه پيغام پوتین ته ورسوي چې تر وخته چې لازمه وي، ۵ یا آن ۱۵ کاله به له اوکراین څخه ملاتړ وکړي او دا ملاتړ به دوام ولري.

د فنلنډ لومړۍ وزیرې سه شنبې د مرغومي په ۲۷مه د سویس په داووس کې د اقتصاد په نړیواله ناسته کې وویل: «دا د اوکراین د خلکو دنده ده چې پرېکړه وکړي څه وخت مذاکرې ته چمتو کېږي، یا څه وخت د سولې هوکړې ته چمتو دي.»

هغه وایي، کله چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په ناقانونه توګه د اوکراین کریمه ټاپو له خپلې خاورې سره یو ځای کړ، لوېديځو متحدینو باید قوي عمل کړی وای، ښایي چې اوس وضعیت بل ډول وای.

د اروپايي ټولنې دا غړې چې له روسیې سره اوږده پوله لري د ناټو د غړیتوب په لټه کې ده.

مارین وایي چې فنلنډ باوري و، د ځان د امنیت لپاره غوره ده چې د ناټو غړی هېواد نه شي، خو کله یې چې ولیدل روسیه پر بل ګاونډي (اوکراین) برید کوي او موږ نور نشو کولای پر دغو اړیکو تکیه وکړو، له دې امله باید په بل ځای (ناټو) کې د مشارکت په لټه کې شو.

د ناټو ټول ۳۰ هېوادونه باید له ناټو سره د فنلنډ او سويډن یو ځای کېدل تایید کړي چې له دې جملې یوازې ترکیې او مجارستان تراوسه هغه نه دي تایید کړي.

موسمي بدلونونه

د خوړو د نړیوال پروګرام رییس چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی هم دی وايي د امریکا او جرمني په شان ملاتړو دوی ته اجازه ورکړې چې په سومالیا کې د موسمي بدلون له امله قحطي لیرې کړي.

خو د خوړو د نړیوال پروګرام مدیر ډیویډ بیزلي څرګنده کړه چې لا هم د موسمي بدلونونو له امله د قحطۍ خطر نه دی لیرې شوی.

هغه اسوشیتډپرس خبري آژانس ته وویل د افریقا د ښاخ  (Horn of Africa) هېوادونه د وچکالۍ له امله «د موسمي بدلون له بې مخینې» اغیز سره مخ دي.

بیزلي د سه شنبې په ورځ د سویس په ډاووس کې د اقتصاد په نړیواله ناسته کې خبرداری ورکړ چې «موږ ښايي چې په سومالیا کې له قحطۍ سره مخ شو» ځکه قحطي موجوده ده.

د اوکراین جګړه

اوکرایني چارواکي وايي چې ددې هېواد په اقتصاد کې د اصلاحاتو لپاره د پانګه‌والو د جذبولو په موخه د جګړې ترپایه صبر نه شي کولای.

دا په داسې حال کې دي چې په اوکراین کې د شرکتونو مسوولین د روسي توغندیو په واسطه د ویجاړو شویو بېخ بنسټونو د رغولو لپاره هڅې کوي.

د اوکراین د تېلو او ګازو دولتي انرژۍ شرکت رییس اولکسي چرنیشوف وویل چې د اداري تشریفاتو کمښت او د هېواد د قضاییه قوې اصلاح د دغه هېواد له بیارغونې سره د مرستې لپاره د نویو پانګه والو د موندلو کیلي ده.

نوموړي وویل، د دولت موخه دا ده چې «له بري وروسته په دوهمه ورځ اوکراین د پانګه‌والو لپاره په مطلوب ځای بدل کړي.

اوکراین له جګړې مخکې هڅه وکړه چې په «الیګارش» سیاست مشهورو سوداګرو نفوذ کنټرول کړي او د بهرنیو پانګه‌والو لپاره خپل حقوقي سیستم اصلاح کړي.

اقتصاد پوهان چې د اوکراین د بیارغونې پر مسایلو کار کوي وایي، جګړه د اصلاحاتو د چټکتیا یا د وطن پالنې او ملي بقا پر موضوع د دوی د بدلولولو لپاره فرصت برابروي.